کندهار:۱۶ پولیسو او وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

اسدالله زړه سواند | اپریل 29th, 2014


د کندهار ولايت په ښوراوک ولسوالۍ کي وسله والو مخالفينو پر يوې امنيتي پوستې بريد کړى او پر مهال يې ١٦ پوليسو او مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار د والي وياند دواخان مينه پال وايي، چي دغه پېښه تېره شپه د ښوراوک ولسوالۍ په بالاحصار سرحدي پوسته سوې ده.

هغه زياته کړه، چي سرحدي پوليسو د وسله والو مخالفينو سره څو ساعته نښته کړې او پايله کي يې دواړو لورو ته درانه زيانونه اوښتي دي.

دده په وينا، چي په نښته کي درې سرحدي پوليس وژل سوي او يو بل ټپي سوى او همداشان پنځه وسله وال وژل سوي او اووه نور ټپيان سوي دي.

په همدې مهال وسله والو مخالفينو افغان سرحدي پوليسو ته د درنې مرګ ژوبلې خبر ورکړى دئ.

ددې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي، چي په بريد کي د ډيورنډ کرښې سره د سيد نيکه پر پوسته کړى دئ، چي پوسته او د هغوئ وسلې يې نيولي او پنځه پوليس يې وژلى دئ.

دا يوازي تېره شپه نه وه، چي د ډيورنډ سره پر صفري کرښي وسله والو بريد کړى، بلکي داسي ورځ نه سته، چي په معروف، رېګستان، سپين بولدک، ښوراوک او ارغستان کي د پاکستانيو ملېشو په مرسته بريدونه نه کېږي.

Copyright Larawbar 2007-2024