دمیني انتظار دوسیه پارلمان څېړي
سرچينې وايي، چي په کندهار کي د مينې انتظار په نوم د يوې شاعرې او د پوليسو د يوه قوماندان دوسيه په پارلمان کي څېړل کېږي.
مينه انتظار ادعا لري، چي د کندهار ښار د اتمي امنيتي حوزې امر عبدالودود سرحدي جاجو يې کور ته ورغلى او دوى يې د کوم جرم پرته وهلي او ټکولي دي.
نوموړې وايې کور ځیني توکي يې هم د پولیسو لخوا وړل سوي دي.
مينه انتظار، چي د کندهار ولايت د شاوليکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي ده، اوس مهال د کندهار ښار په ميرزامحمد خان کلاچې په سيمه کي د ورته ستونزې سره مخ سوې ده.
هغه، چي اوس د ګواښونو له امله کابل تللې، د رسنيو سره په خبرو کې دعدالت او انصاف غوښتنه کوي.
يوې سرچينې ويلي، چي د اتمي امنيتي حوزې امر عبدالودود سرحدي ( جاجو ) کابل ته تللى او په پارلمان کي د مينې انتظار سره مخامخ دلايل او شواهد وړاندې کوي.
که څه هم مخکي پر فېسبوک ټولنيزه پاڼه د عبدالودود سرحدي جاجو د توقيف او څارنوالۍ ته د معرفي کېدو خبر ورکړل سوى وو، خو هغه دغه ادعا ردوي.
نوموړي وايې په هر وخت کي جواب ویلو ته تیار دئ،هغه وايې د میني لخوا پر ده تورونه ټول بې اساسه دي.