د هلمند خبریالان وايې ولایتي اداره ستونزي نه حلوي
دهلمند خبریالانو خپرو شويو رپوټونو ته مثبت ځواب نه ویل کیږي.
دهلمند ځايي خبریالان په دي ولایت کي په بیلابیلو موضوعاتو رپوټونه جوړوي خو دولتي مسئولین يې مثبت غبرګون نه ښيي.
دغه څرګندونې ددې ولایت ځايي خبریالانو دمۍ په دریمه چې د بیان ازادۍ له ورځې سره برابره ده وکړې
دوی وویل: له یوې خوا د خپلو ادارو لخوا ورته پاملرنه کمه شوې، له بلې خوا بیا د کار پرمهال له بیلابیلو ستونزو سره مخ وي.
دوی وویل خبریالانو په دغه ولایت كې د ستونزو د رابرسیره کولو په موخه داسې راپورونه خپاره كړي، چي ښکاره بدلونونه يې راوستلي په پیچلو موضوعاتو یې هم کار کړی چي له امله يې دهر ډول ګواښونو تمه کیدای سي خو د خبر تر خپریدو وروسته نه ځايي ادارې او نه هم مرکزي ادارې يې د حل کولو او تعقیبولو په موخه کار کړی دئ.
خبریالان وايي د دوی د کار په وړاندې دوامداره ستونزې سته له بیلابیلو خواو څخه د ټیلفون او نورو لارو څخه ګواښل کیږي چي له امله يې پرکار او فعالیت منفي اغیزي کیږي.
دوی دا هم وویل، ځایي مخور هم پرته له دې چي خپلې ګټې يې وي مرسته نه کوي کله چي يې خپلې ګټې په خطر کي ولویږي بیا له خبریالانو څخه د مرستې تمه لري.
دوی د خپلو ادارو سربیره له دولتي مسئولینو او نورو ښکیلو خوا وو څخه د بیان ازادۍ ته داحترام غوښتنه وکړه او دغه راز یی وویل، کله چې یاد خبریالان ځورول کیږي اویا هم ووژل شي کشفي او اړونده ادارې يې مرسته نه کوي او یا هم دغه ګواښونه او یاهم د وژني پیښوته جنايي او شخصي پیښو رنګ ورکوي.