کور / تازه خبرونه / په پېښور کې يو افغان ووژل شو

په پېښور کې يو افغان ووژل شو

پېښور:دپېښور د کوهاټ روډ په ځنگلي کې څو تنه وسله وال د غمي په نامه دافغان کور ته ورواوړېدل او هغه يې وواژه. د معلوماتو له مخې د کور خاوند د شپې په داسې حال کې چې وسله وال يې کور ته وراوړېدلو، غږ يې پرې وکړ چې وسله والو د کور خاوند غمى ځاى پر ځاى وواژه. د غمي کورنۍ وايي چې وژل شوي د هيڅ چا سره دښمني نه درلوده او نه يې کوم سياسي فعاليت کاوه خو په کوهاټ روډ يو شمېر سيمو کې د څو شپو راپدېخوا غلو د غلا هڅې پيل کړي دي او په دې سيمه کې اوسيدونکي د شپې لخوا د خپلو کورونو څوکيداري کوي. د يادونې وړ ده چې په ځنگلي کې تېره شپه غله دنوموړي کور ته اوړيدلي و چې په خپل مقصد کې کامياب شوي نه دي