کندهار : په عينومېنه کې د ځانمرګيو بريدونو پلان شنډ سو
د کندهار د ملي امنيت د ځواکونو له لوري ٦ تنه چرکيان او ترهګر چي د کندهار په عينو مېنه کي يې د ځانمرګو بريدونو پلان درلود، ونيول سول.
نيول سوي کسان محمود د جان محمد زوى چي د دې ډلي قومندان، مطيع الله مشهور په اغاجان د اسماعيل شاه اغا زوى د ډلي مرستيال، دولت د اخترمحمد زوى د اکمالاتو مسوول، فضل محمد مشهور په احسان الله د عطا محمد زوى، عبدالغفار مشهور په اکا د محمودخان زوى او حکمت الله د عبدالرزاق نومېږي.
د کندهار د ملي امنيت سرچينې وايي، چي دغو مخالفينو د پاکستان د استخباراتي ادارې په لارښوونه غوښتل چي د کندهار په عينو مېنه کي ځانمرګي بريدونه وکړي، چي د ځانګړو عملياتو په پايله کي ونيول سول.
ويل کېږي، چي د ملي امنيت له لوري له يادو کسانو سره يو د ځانمرګي بريد واسکټ، يو عدد ريموټر کنټرول، دوه عدده پټاکۍ او درې عرادې موټرسايکلان نيول سوي دي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.
څو مياشتې وړاندې په عينو مېنه کي دوې پرله پيسې چاودنې سوې وې، چي پر مهال يې تر ٦٠ زياتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
عينو مېنه د کندهار ښار په پنځمه ناحيه کي ودانه ده، چي د ښه امنيت تر څنګ عصري او معياري سړکونه، ميله ځآيونه، مارکېټونه او نور د اړتيا وړ امکانات پکښي دي.
دغه مېنه د افغانستان په کچه د لومړۍ عصري ښارګوټو په نوملړ کې ځاى لري.