کور / هراړخیز / د ميوه جاتو طبقه بندي

د ميوه جاتو طبقه بندي

د ميوه جاتو طبقه بندي
Classification of Fruit crops
میوې په بېلابيلو
ګروپونو ویشل شوی دي، لکه اقلیم، خاوره، وده او د میوې استفاده اومصرف يې.
هارتیکلچري او بوتانیکي طبقه بنديانې په میوو کې د دوو مهمو طبقه بنديانو څخه شمېرل
کیږي، کوم چي د نبات په نوم ایښودولو او پیژندولو کي مرسته کوي. دغه طبقه بندیاني
د میوو د ورته والي، او نژدې والي له مخي د نسل په اصلاح Breeding او پیوند کي هم
مرسته کوي. شرایطو ته په کتو د میوو طبقه بندي په لاندې ډول ده:


د اقليم پر اساس طبقه بندي
Classification based on climate
requirement
په دې طبقه بندې کې میوې د هغوی د اقلیمي اړتیاوو او د چاپیریال
سره د نبات د توافق له مخي طبقه بندي کیږي. چې دې ډول طبقه بندی ته د چاپیریال پر
اساس طبقه بندی Ecological classification هم وايي. په هارتیکچر کې دا ډول طبقه
بندي د میوو لپاره نسبت نورو طبقه بندیانو ته مهمه ده. میوه روزنکي باید میوو نظر
منطقي او د هغې اقلیم ته انتخاب کړي. په دغه طبقه بندي کي میوې په لاندی ډولونو
ویشل سوي دي.


د بشپړ متن (pdf) لپاره همدلته کلیک وکړئ!