کندهار:ډله ایز برید کي ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله واوښتل

اسدالله زړه سواند | مې 15th, 2014


په کندهار ولایت کي د ډله ایزو بریدونو په پایله کي ۱۳تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
برید د شپې څه کم اته بجې د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د سرحدی پولیسو پر لوژستیک مرکز وسو
د کندهار د والي ویاند دواخان مینه پال وايې ځانمرګي بریدګر پنځه تنه وه،چي د سرحدي پولیسو پر لوژستیک مرکز يې برید وکړ
هغه وايې د برید په ترڅ کي درې تنه بریدګر د پولیسو لخوا ویشتل سوي او دوه نورو يې ځان ته چاودنه ورکړې ده
د مینه پال په وینا په برید کي ددوی ۳سرحدي پولیس هم وژل سوی او ۵ نور ټپیان دي
ویل کیږي، چي د برید له امله په سیمه کی ملکی وګړو ته زیان ندي اوښتی
بل خوا د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د پیښی پړه په غاړه اخیستې او وايې، چي د برید په پایله کي يې ۲۶سرحدي پولیس وژلي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024