نوماندان:دکندهاردولایتی شورا په ټاکنو کي درغلي سوې

اسدالله زړه سواند | مې 21st, 2014


په کندهار کي یو شمېر کاندیدان د ولایتی شورا په ټاکنو کي د پراخو درغلیو خبره کوي

دغه کاندان وايې ډېری رای يې ورکوي سوي او په لوی لاس نا کام سوي دي دي،هغوي وايې له سره دي رای شمېرنه وسي او حق دی حقدار ته ورسیږي

بلخوا د ټاکنیزو کمیسیونو مسئولین وايې د رایو اچونو اوشميرني پروسه شفافه وه او بیا به هم د اعتراز کوونکو نوماندانو شکایتونه وڅېړي

د غه کاندیدان د ټاکنو د خپلواک کمیسسیون لخوا لومړنۍ پایلي د قناعت وړ نه بولي او شکایت کوي ،چي ډېری رای يې ورکي سوي او باید له سره د رایو شمېر نه وسي.

د چهارشنبې په ورځ په پریس کلب کي ولایتی شورا د د څینو نوماندانو ملاتړي راټول سوي وه او د ټاکنو د بهیر څخه يې شکایت کاوه

د اسحاقزو د قوم مشران وایې په ټول افغانستان کي یې قومي شورا جوړه کړې ده،او په ۱۶ ولایتونو کي يې ولایتی شورا ګانو ته کاندیدان معرفي کړي خو تر دو تنو پرته نور ټول ناکام سوي دي

دغه کسان وايې په کندهار کي يې ولایتی شورا ته عبدالله جان اسحاقزي ورمعرفي کړی و،چي هغه ۱۱۸۲۴رای خپلي کړي ،خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا سیستم ته يوازي ۲۸۰۰ رای رسېدلي دي

ولایتی شورا ته په لومړنیو پایلو کي بریالي کاندید خان محمد افغان هم ادعا لري ،چي دده رای ورکي سوي او باید رای له سره وشمېرل سي

دغه کاندیدان وايې که رای يې له سره ونه شمېرل سي نو په لارینونو به لاس پوري کړي

د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون مشر مړوند وزیري وايې تر دې مهاله زیات شمېر نوماندانو ورته شکایتونه کړي،چي تر څلرویشتو ساعتونو پوره کولو وروسته به ټول شکایتونه وڅیړي.

نوموړي وايې د ټاکنیزو شکایتونو پروسه به په خورا شفاف ډول سره ترسره سي او د هر کاندید حق به هغه ته ورسیږي.

په ورته وخت کي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر عبدالهادی داوري وايې دا لومړنۍ پایلي ،چي پاکي او ناپاکي رای ټولي پکښی شاملي دي.

هغه وايې د ټاکنو پروسه ډېره شفافه وه او ټولي رای هلته په محلونو کي د کاندیدانو د ناظرینو په مخ کي حساب سوي دي

باید وویل سي چي دکندهارولایتی شورا ۱۹ چوکۍ لري چي ۱۵ د نارینه او څلور د ښځمنو لپاره دي

دغو چوکیو شاوخوا ۷۳تنو ځانونه کاندیدان کړي وه.

Copyright Larawbar 2007-2024