جرمني په کندهار کې د نويو مرسته ژمنه وکړه

اسدالله زړه سواند | مې 22nd, 2014


په افغانستان کي جرمني سفير کندهار ته د سفر پر مهال ژمنه وکړه، چي د شمالي ولايتونو وروسته به په جنوب کي خپلي مرستي زياتي کړي.

هغه ژمنه وکړه، دلته کندهار کي به د ميخانيکي ليسې د ښه فعاليت ترڅنګ يو ستر پوځي تخنيکي مرکز جوړ کړي

په دې وروستيو کي کندهار ته د اروپايي هيوادونو څخه د مهمو دولتي چارواکو سفرونه زيات سوي دي، چي هر يو يې په جلا – جلا برخه کي دلته د مرستي ژمني کوي.

څه موده وړاندي کندهار د فرانسې سفير راغلى وو او ژمنه يې کړې وه، چي په جنوب کي د کرني او مالدارۍ په برخه کي مرستي وکړي.

د چهارشنبې په ورځ دغه ولايت ته په افغانستان کي د جرمني سفير را ورسېد او د يوه خبری کنفرانس پر مهال يې ژمنه وکړه، چي هيواد يې په جنوب کي خپل پخوانۍ پروژې بيا ژوندۍ کوي.

دغه هيواد شپېته کاله وړاندي په کندهار کي د ميخانيکي ليسې په نوم يوه ستره ښوونځۍ جوړه کړې.

د همدې ليسې له امله په کندهار کي د تخنيکي برخي ماهرين بې شمېره سول او ځينو يې حتى په خپلو رشتو کي اختراعات وکړل.

که څه هم دغه ليسه اوس د تېر په شان نه ده، خو په افغانستان کي د جرمني سفير ژمنه وکړه، چي د ميخانيکي ليسې د ښه فعاليت لپاره به مرسته وکړي.

مارټن باګر د يوه خبری کنفرانس پر مهال وويل، چي د ميخانيکي ليسې ترڅنګ غواړى په کندهار کي پوځي تخنيکي مرکز جوړ کړي.

د هغه دريمه ژمنه د لوړو زده په برخه کي د بورسونو د چمتو کولو او د نويو ځوانانو د ظرفيتونو د لوړولو وه.

هغه وويل : ( موږ په دې اړه خبرې وکړې، چي څنګه د ګډ پرمختګ لپاره هڅي پياوړي کړو، په دې کي ميخانيکي ليسه هم شامله ده، چي فعاليت به يې ښه کړو، دا د جرمني د مخکنيو پروژو څخه ده.)

کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا، چي د جرمني له سفير سره يې په خبری کنفرانس کي خبري کولې وويل، چي جرمني مخکي خپل د مرستو تمرکز په شمالي ولايتونو کاوه، خو له دې وروسته به جنوبي ولايتونه هم د مرستو برخمن سي.

د لوړو زده کړو په برخه کي د کندهار پوهنتون او د افغانستان د کرني د پوهنتون سره مرستي، د ځوانانو روزنه، د يوه ستر پوځي تخنيکي مرکز جوړول هغه مرستي وې، چي د کندهار والي سره يې ژمنه سوې وه.

کندهار والي وويل، چي د پوليسو او ملي امنيت د سرتېرو په روزنه کي يې هم د جرمني د مرستي ژمنه ترلاسه کړې.

د يادونې وړده، چي د جرمني له لوري په کندهار کي جوړېدونکى پوځي مرکز به د جنوب په کچه فعاليت کوي او ډېر ژر به د تخنيکي وسايلو د ترميم ترڅنګ افغان ظرفيتونه روزل سي.

Copyright Larawbar 2007-2024