افتاب شېرپاو: په لال جومات کيمياوي وسلې نه دي کارول شوي
دپاکستان دكورنيو چارو پخواني وزير اّفتاب احمدخان شيرپاو ويلي دي چې په لال جومات دعملياتو په وخت كيمياوي وسله نه ده كارول شوې خو دلوګي پيدا كوونكي فاسفوس مواد كارول شوي داخبرې اّفتاب احمدخان شيرپاو په يوه مركه كې وكړې او ويې ويل چې په لال جومات دعملياتو څارنه ماكوله ريټائرډ جنرل چې دمراعاتو وركولو څخه وروسته كومې قصې خپرې كړى كه چرې هغه ريښتيا وې نو هغه وخت كښې به يې ويلى وو تر كوم ځاى پورې چې دجنرال جميشدګلزار كياني خبره ده چې د لال جومات دعملياتو په وخت كيمياوي مواد كارول شوى سراسر دروغ او هسې تور دى په لال جومات كې كيمياوي وسله يا بم نه دى استعمال شوى