پښتونخوا : د ملګري ليكوال كوټي غونډه وشوه

د لراوبر اداره | جون 15th, 2008


كه له يوې خوا د سهيلي پښتونخوا په لورالايي ښار كې د پښتو ادبي ملګري لورالايي د ابي ټولنې له اړخه د جون د مياشتي په پنځلسمه او شپاړسمه نېټه باندې د ښاغلي سعيد ګوهر د فن او شخصيت په درناوي كې غونډه روانه ده او د دې ايالت له ټولو سيمو څخه اديبان، شاعران، ليكوالان او د ادب مينه وال راغونډ شوي دي ، نو بلې خواته نن د جون د مياشتي په پنځلسمه نېټه باندې د سهيلي پښتونخوا په مركز كوټه كې د ملګري ليكوال كوټي د آدبي ټولنې له خوا يوه درنه غونډه وشوه.


دا غونډه چې د قرآن كريم په مقدسو اياتونو سره پرانيستل شوه، نو د دې غونډې مشري محترم مشر اسرار الدين اسرار كوله ، چې د كوربه چارې يې ځوان شاعر او ليكوال قاسم ابدال تر سره كولې ، په ننۍ غونډه كې چې په كوئټه هوټل كې جوړه شوې وه لومړى خو ليكوال ، شاعر ، او كالم نګار ښاغلي عمر ګل عسكر چې له تېرو شلو كالو څخه راهسې د اردو په مشهوره ورځپاڼه جنګ كې د پښتو محفل په نامه هره اونۍ كالم ليكي د پښتو ادب په حواله ډېرې ژورې خبرې وكړې او له هغه وروسته يوه ازاده مشاعره وشوه ، په دې غونډه كې له عمرګل عسكر ، مقدس خان معصوم، او محترم اسرار الدين اسرار څخه علاوه نورو ډېرو ملګرو ګډون وكړ.


د يادونې وړده چې ، د ملګري ليكوال كوټه ادبي ټولنه چې كم و زيات له تېرو دوو لسيزو څخه غونډي مشاعرې، او سمينارونه كوي ، نو دا رنګه يې نن هم خپله څلورسوه شپاړسمه پرله پسې غونډه تر سره كړه چې ماښام ناوخته پاى ته ورسېده .

Copyright Larawbar 2007-2024