کور / نوميالي / پوهاند صديق الله رښتين دافغانستان دادب ستوری

پوهاند صديق الله رښتين دافغانستان دادب ستوری

ارواښادپوهاندد صديق الله رښتين په 1298لمريز کال دمومندودغازي آباد کلي  دمرحوم مولوي تاج محمد ((مهتمم)) په روحاني اومنوره کورنۍکې دنياته سترگي روڼي کړې . پوهاند رښتين  لا ډير وړوکۍ و چې دپلار دمهر اومحبت سيورۍ يې له سره کم سو. دده مور دهغه روزنې ته زياته پاملرنه وکړه دهغې برکت و چې ده او دده ورڼودښوونې پر وره پل کښېښود . هغه په وړکتوب کښې په بخصوصي ډول لومړنۍ مذهبي  زده کړه په خپل کور کې تر سره کړيده .له لومړنيو ديني زده کړو وروسته په 1311لمريز کال دننگرهار دهډې په نجم المدارس مدرسه کښې شامل شو،په دغه مدرسه کې تر درې کاله تيريدو وروسته په 1315لمريز کال دکابل په دارالعلوم کې داخل او هلته يي زده کړه وکړه . دپوهاند رښتين صاحب دتعليم تر څنگ دمطبوعاتو سره هم  مينه او علاقه پيداسوه ،داصلاح داخبار لوستلو ته يي مخه کړه چې دهغه دذهنيت په روښانه کولواو هڅولوکې يې زيات او مثبت  رول لوبولۍ دی .


رښتين صاحب په 1318لمريز کال له کابل دارالعلوم  څخه دمتوسطې ددورې اعلی شهادتنامې په تر لاسه کولو سره دهمدغه کال دسنبلي دمياشتي په لومړۍ ورځ دادبي چمن او پښتو ټولني په غړيتوب ومنل سو. د1320لمريز کال دزمري (اسد) په مياشت کې دپښتو ټولنې دقواعدو دڅانگي مدير وټاکل سو ،يو کال وروسته دوري (حمل) په مياشت کښې دپکتيا د((وړانگی دجريدې )) لومړۍ مؤسيس او چلوونکۍو،دهمدي کال دثور په مياشت کې ئې  دپښتو ټولني مرستيال کفيل ،دلغتونو او قواعدو دڅانگي دمدير دنده يي پر مخ وړه .


په 1322کال دپښتو دايرت المعارف   دژباړودڅانگي دمشر په توگه وټاکل سو ،په 1326کال دميزان په مياشت کښي دفراه په ولايت کښي د((سيستان)) دجريدې مؤ سيس او لومړۍ خپرونکۍ و،يو کال وروسته د سنبلې په مياشت کښي دپښتو ټولني  مرستيال او دپښتو دارت المعارف امر وټاکل سو . د1329کال دزمري په مياشت کښي يې پر پورته ويل سوو دندو د((هيواد )) اخبار چلوونکۍ وو اوله دغې دندې سره يوځاي ئي دادبياتو په پوهنځۍ کښي محصلينو ته دتدريس چاري پر مخ بيولې او هلته استادو.په 1330کال دپښتو ټولني لوي مدير مقررسو،او په 1331کال د((زيري)) داخبارددوهمي دورې مؤسيس و،د 1334 کال دحمل په مياشت کې دپښتو ټولني دمشر او وروسته بياد 1335کال په پيل کې دښووني وزارت پښتو مشاور اودادبياتو دپوهنځۍ داستادۍ رسمي دنده ور وسپارل سوې وه ، چې همدا دنده يي تر 1336کال پوري سرته ورسول .  په 1352کال يي دتقاعد پاڼه تر لاسه کړه ؛ هغه  دژوند تر ورستيو سلگيو پورې بيادولتي دنده سرته نه ده رسولې او نه يې هم دکوم دولتي نشراتي ارگان سره دليکني مرسته کړېده . پوهاند رښتين  پر رسمي هڅو سر بيره يو شمير مطبوعاتي او فرهنگې دندي هم تر سره کړې دي ، دبيلگي په توگه هغه په 1328  –  1329 کښي دشپې لخوا دکابل راډيوديوي ځانگړي خپرونې دچلوونکې په توگه کارکړيدۍ همدا ډول له 1333نه تر 1337 کال پوري دماذديگر لخوا په کابل راډيوکې ديوې ځانگړي خپروني دپښتو کميټي غړۍ و او بياد1336نه تر1340کال پوري دکابل راډيو درنگارنگ خپرونو دچلوونکی دنده په غاړه لرل؛د1343نه تر 1348کال پوري ئې دکابل راډيو دادب دوږمو پروگرام پر مخ  بيوه . پوهاند رښتين  صاحب ديو لړ علمي او ادبي  ليکنو اوخپرولو وروسته په ستاين ليکونو او نښانو نوسره لما نځل سوئ دی ،خداي بخښلي رښتين صاحب  تر15 زياتي مختلفي جايزې  تر لاسه کړې دي. دپوهاند صاحب رښتين مورنۍ ژبه پښتو وه ولې په دری ، اردواو عربي ژبو نه ئي هم يو شمېر اثارليکلي او همدا ډول ئې له عربي او اردوژبې  نه زيات شميراثار ژباړلي دي .


تر اوسه  دمرحوم پوهاند صديق  الله رښتين 265 رسالې اوکتابونه چاپ سوی دي ،رښتين صاحب دخپل عمر په اوږدوکې په يو شمير بهرنيو اوکورنيو علمی ،ادبی محفلونو، غونډواوکنفرانسونوکي برخه اخيستې ده ،استاد دنړۍ ځينو هيوادو لکه پخواني شوروي اتحاد ،ايران،مصر ،هندوستان، او پيښور ته هم کاری  سفرونه کړدي .


زموږ دهيواد ددې وتلي علمی او فرهنگی څيرې په هکله اکاديميسين  پوهاند دکتور محمد رحيم  الهام ليکې : ((استاد رښتين يو غښتلۍ او په خپله برخه کې پوخ ليکوال ،محقق او مدرس وو،دی دپښتوژبې دودې په تحقيقي ،تخليقي او تدريسي برخه کښي په هسکه غاړه زموږ دمخکښانو په قطارکي ولاړ دی . ))


پو هنوال غروال دشعر په ژبه دپوهاند رښتين داډول  لمانځنه اوستاينه کوي :


دپښتو په ارت جهان کي لکه غرو     دادب په شنه آسمان کي لکه غرو


په قلم کې يې و زور،ژبه کي شوروو    ځلانده ستورۍ دافغان دستر ټبرو


پوهاند رښتين دپښتو ادب  په آسمان کي پنځم ځلاندستورۍ نومول سوی دۍ  ،دې لوي عالم داوږدې ناروغۍ له کبله دپيښوردليډير يډنگ روغتون دبولټن بلاک په لسمه کوټه کې په 1377لمريز کال دابد لپاره  له فاني دنيانه سترگې پټې کړې  . درښتين صاحب ليکنې او هڅونې نه يوازي داچې دافغان ولس لپاره لويه علمي خزانه اوغښتلې پانگه ده بلکي دلويو علمي او ادبي وياړونو ځلانداوگټوره نمونه هم ورته ويلاي شو . خو دافغان له توره بخته دولتي چارواکونه  درښتين صاحب  دژوند په ورستيو شپو او ورځوکې عزت وکړ او نه يې هم  دهغه ترمرگ وروسته ددغه لوي عالم دعلمي پانگي په چاپولو او راسپړلوکې کوم مثبت اوگټورگام پورته کړ . دافسوس وړ خبره خو داده چي دهغه له وفات نه لس کاله تير شوه ،خو تر اوسه ددې ستر عالم يادونه دهغه ددو ستانو اوعلاقمندانو په چاپير يال کښې تر سره کيږي ،که پخوانې دولتي چارواکي په يوه او بل نامه ملامت گڼل کيږي په دې ورستيو نږدې  ((۷))کلو کې کښي چي ددموکراسۍ ،انسانيت او انسان ته ددرناوي نغارې په ږو ږ  ږغول کېږي اوځانونه دعلم اومعرفت،اودافغاني پوهانو دهستونکواوعلمی  زخيرويوازنی ملاتړي بولي،خو په عمل کي بيادخلکو دارادې اوخوښی خلاف پر هغه څه چې افغان ولس ته ديوي سې پولۍ ارزښت هم نلري په لکاووډالره مصر فيږي ،مگر دهيواد دهغو عالمانو او پوهانو په هکله چې هر څه يې دافغان ولس په چوپړکې وه او دژوند خوږې لهظې يې دکړاونو په ډکو شرايطوکي دعلمي اثاروپه ليکلو،څيړنواوهستونو تيري کړ ې اوهرڅه يې دهيواد او افغان ولس دراتلونکي نسل لپاره  تر قلم اوکاغذ قربان کړه اوافغانانو ته يې دا سي علمی اوادبی پانگي اوخزانې پرېښودلې چې که په بل ملک کښي ددوي په شان عالمان واي اوس به نه يوازي دا چې ښارونه به ددوي په نامه يادېدلاي بلکي هرکال به ئې ددوي په ياد اودهغوي پر اثارو دعلمي څېړنو لپاره سمينارونه اوکنفرانسونه جوړولاي ،متاسفانه چي زموږ اړونده دولتي چارواکي په نوروکارو مصروف دي او دهغه چالمانځنه اودرناوی ځيني هير دي کوم چي بايد ووياړل شي . اوسنۍ دولت تر ډيره بريده د هغوزياته لمانځنه کوي کوم  چي په رښتيا له خپل ولس سره بېگانه وه ،هغه وه چي په پردو پوري تړلی وه اويائې داوطن په کنډوالوبدل کړ،دکابل ښار په زړه کي نړېدلي ديوالونه ئي دقدرت پر سر دکابل ښاريانو دوژلو اوکړېدنو شاهدي ورکوي .زموږ اړونده دولتي  چارواکي غواړي  پدي کارسره دهغوي بهرنی پلويان اوملاتړې خو شحا له وساتي .   


ځکه نوله بده مرغه زموږ ددولتي چارواکوهيره نن دهغوسترو انسانویادونه چې  په ټول عمرکې ديو افغان په توګه د افغانانو دسرلوړۍ ،نېکمرغۍ اوښيرازۍ  لپاره خپل ژوند وقف کړی وهيره سول .


دا دوياړ ځاي دۍ چي ددولتي اوکلتوري اړونده اداروپر ځاي دهيواد په داخل او له هيواد نه بهر افغان روڼ اندي ،فرهنگيان اوفرهنگپال د خپل  ربړېدلي اولس په استازيتوب د هيواد دوتلواووياړلوڅيرو دلمانځلو اودرناوي دنده سرته رسوی . پرېږده چې دا دشرم پېټۍ داطلاعاتو اوکلتور وزارت اونورواړونده دولتي ادارو  پراوږودتل لپاره پروت وي . که نه داطلاعاتواوکلتور وزارت ديوې اساسي او بنسټيزي دندي په توگه دا مکلفيت لري دهيواد دهغو پوهانو اوعالمانو چي دافغان اولس علمی اوفرهنگي وياړوني  اوپانگه ده ، هرکال هر يو ددرنو علمي غونډو اوکنفرانسونوپه جوړولو سرو ولمانځل سي .


په دې ټينگ باورلرم چي د هيوادمنلواونه هيرېدونکو پوهانو اوعالمانو،ده هغه جملې  نه خداي بخښلي پوهاندصديق الله رښتين ياد به د اافغان  غيرتې ولس پر زړونوکښي تل ژوندی پاته وي ،داروښانه شمع دزور،ځواک او واک هيڅ يوه سيلۍ او توند باد نشي  خاموشه کولاي .
زما په عقيده دقدر وړ اومنلې هغه څوک دۍ چي ولس ته منلۍ وي ،دربار چاته دافغان ولس په زړونو کې ځاي نسي پيداکولاي  . 


ديوشاعر په دي بيت يي  ختموم :


چي ته پيداسوې تاژړاخلکو خندا کړه       داسي ومره چې ته خاندې خلک ژاړي