کندهار:دپوهنتون ۳۴استادان یرغمل سوي

اسدالله زړه سواند | جون 10th, 2014


دکندهار پوهنتون ۳۴تنه استادان یرغمل سوي دي
دغه استادان نن سهار وروسته له هغه ،چي استادان د رخصتي له امله خپلو کورونو ته تلل،نن سهار دکندهار کابل پر لویه لار د غزني په ولایت کي وسلوالو پرې ډزي کړي او وروسته يې استادان یرغمل کړي دي
دکندهار د والي ویاند دواخان مینه پال وايې وسلوالو یو استاد ټپی کړي او ۳۴ تنه يې له ځانه سره بیولي دي
نوموړي وايې ټپي کس دا مهال د غزني په روغتون کي تر درملني لاندي دئ
تر اوسه وسلوالو طالبانو په دې اړه رسنیو ته کوم څه ندي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024