زابل کي ځان وژونکی لمنځه یووړل سو
دزابل امنیه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني درسنیو سره دخبرو پرمهال وویل چي نن دملي پولیسو اوملي امنیت لخوا یوتن ځان وژونکی چي غوښتل يې دولایتي شورا پریوه بریالي نوماند عطامحمد ځان وژنه وکړي، ترټاکلې موخې مخکي لمنځه یووړل سو.
ښاغلی روغ لیونی وايي دیادځان وژونکي په اړوند يې یوه اونۍ وړاندي معلومات درلود او نن پداسي حال کې دځای معلومولو وروسته لمنځه یووړل سو چي پدې عملیاتو خپله امنیه قومندان او ددې ولایت ملي امنیت رېیس شتون درلود.
په زابل کي داځان وژونکی پداسي حال کي لمنځه وړل کیږي چي ددې ولایت په ټولو سیمو کي ټاکنې دامنیت په فضا کي ترسره شولې.