په اصلاحات او همګرايي ټیم کې ګډوډي رامنځته شوې ده

احمد ولي سرحدي | جون 16th, 2014


وروسته له هغه چې د افغانستان لویې سلنې تحول او تداوم ته رایه ورکړه، په سیال ټیم اصلاحات او همګرايي کې ګډوډي رامنځته ته شوې ده.
د اصلاحات او همګرايي یوه مهم غړي د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې د دوی د ټیم اکثرو غړو روحیه له لاسه ورکړې او په کارونو کې یې د څو ورځو وړاندې انرژي نه ده پاته.
ده وویل چې د ټیم له لوړې کچې نیولې تر ټیټې پورې ټول یې کار ته زړه نه ښه کوي او یوازې د دې ټیم مشر عبدالله عبدالله ته نژدې کسان کار کوي.
د هغه په وینا چې په پلازمینه کې د دې ټیم زیاتره کارمندان ناوخته دفتر ته راځي او د هیواد په نورو ولایتونو کې یې زیاتره کارکوونکو دنده پرې ایښې ده.
هغه پښتانه ځوانان چې له دې ټیم سره ول، د ټاکنو په ورځ غوښتنې ځنې شوې وه چې د خپل کارډ او رایې اچولو پاڼې یو ګډ عکس له ځان سره راوړي چې دوی په کې عبدالله عبدالله ته رایه ورکړې ده.
له دې ځوانانو سره د شنبې له ماښامه د دې ټیم د کسانو رویه ښه نه ده، ځینې داسې موارد هم تر سترګو شوي چې د عبدالله عبدالله ځینو کسانو د مخالف ټیم د مشرتابه سپکاوی کړی او دغه پښتانه ځوانان یې خپه کړي دي.

د ګل اغا شېرزي شاه په اړه هم خبرونه ښه نه دي، نوموړي په هرات او کندهار کې خپل حامیان او پلاویان په سپکو سپورو یاد کړي چې ولې یې د دوی ټیم ته رایه نه ده ورکړې.
د هرات او کندهار ځینې سوداګر چې په لومړي پړاو کې یې د ګل اغا شېرزي ملاتړ کاوه په دویم پړاو کې د شېرزي پر پرېکړه خپه او له تحول او تداوم سره یې مرسته کړې ده.
د ننګرهار د هغې پیښې په اړه چې یو تنکی ماشوم په کې د عبدالله عبدالله له پلوي له خوا په مرمیو وویشتل شو، د ټیم دننه ګنګوسې خپرې دي او ویل کیږي چې د فضل الهادي مسلمیار په اړه په ټیم کې د نظر اختلاف رامنځته شوی دی.
په کندهار کې د جمعیت له استازي او د ملانقیب له زوی څخه هم په سختو ټکو پوښتنه شوې چې ولې یې عبدالله عبدالله ته هغه شمېره رایه نه ده راوړې چې ده یې ژمنه کړې وه.
د محمود کرزي او زلمي رسول په اړه داسې ګنګوسي دي چې له هیواده بهر د یوې اوږدۍ رخصتي کولو پلان لري.
د دې ټیم د ټیټې کچې غړي په دې هڅو کې دي چې ژر تر ژره د تحول او تدام په ټیم کې دننه له خپلو ځینو اړیکو څخه په کار اخیستلو په دې ټیم کې ځانته ځای پیدا کړي.
د عبدالله عبدالله پلوي پوهنتوني ځوانانو هم نور خپلو پوهنتونونو ته مخه کړې او د خپل فیسبوک له پروفایل څخه یې د نوموړي عکس لرې کړی دی.
په اصلاحات او همګرايي کې همدارنګه د هغه پیسو پر سر جنجال روان دی، چې وړل شوي خو په بدل کې یې رایه نه ده راوړل شوې.
د افغانستان په شمال کې د دې ټیم له رسمي کسانو هم پوښتنې او ګروېږنې روانې دي چې څنګه پر دې نه دي توانیدلي چې مطلوبه رایه ترلاسه ا صندوقونه ډک کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024