د ( افغان ملت ) ګوند ریُس ښاغلی ډاکټر واکمن په ډنمارک کې

د لراوبر اداره | جون 16th, 2008


 

د روان زېږدې کال د جون د میاشتې پر ۱۴ نېټه د افغان ټولنپال ولسواک  ( افغان ) ملت ګوند افتخاري ريُس ښاغلي ډاکټر محمد امین واکمن  د ډنمارک هېواد ته د یو سفر په ترڅ کې په دغه هېواد د افغان ملت د ګوند له غړو او له یو شمېر نورو افغانانو سره  د یوې ناستې په لړ کې  وکتل .زموږ خبریال خبر راکوي چې غونډه د ښاغلي عرب بیانخېل له خوا د قران کریم د څومبارکو  آیتونو په لوستلو سره پیل شوه په دغه غونډه کې وروسته له دې چې ښاغلي  واکمن ته ښه راغلاست وویل شو ، د افغان ملت  د ګوند غړي او پخواني ژورنالیست ښاغلي رسول جلازي د یوې وینا په ترڅ کې د افغان ملت د ګوند پر   روانې پالیسۍ خبرې وکړي او د ولسمشرۍ په انخاباتو کې یې د خپل ګوند موضع څرګنده کړه هغه د افغانستان له نورو ملي او دموکراتیکو ځواکونو څخه  بلنه ترسره کړه چې د افغان ملت له ګوند سره په یوې پراخه جبهه کې سره یوځای شي .په غونډه کې ددغه ګوند یوبل تن غړي او تکړه ولسي شاعر ښاغلي عرب بیانخېل د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل چې ((  زموږ ګوند په هېواد کې د سراسري سولې او ملي پخلاینې له پاره تر خپلې وسې هڅې کړي او دا مو موخه ده چې دموکراسي او خپلواکه ژوند د افغانانو په برخه وي …)) .په خبر کې راغلي چې وروسته بیا په اروپایي هېوادو او ډنمارک کې د افغان ملت د ګوند استازي ښاغلي سیدا خان ناصري یوه لنډه وینا وکړه او افغانان یې یووالي  هوښیارۍ اوبېدارې  ته راوبلل .وروسته بیا ښاغلي ډاکټر محمد امین واکمن ته وار ورسېد .ښاغلي ډاکټر واکمن د خپلو اوږدوڅرګندونو په ترڅ کې  په اوسنیو حساسو شېبو کې دافغان ملت د ګوند موقف او دریځ څرګند کړ او د ښاغلي حامد کرزي  له دولت او نړېوال ایتلاف سره په مناسباتو کې  د خپل ګوند موضع څرګنده کړه .نوموړي د خپلو ګوندي ملګرو څخه د یووالي او ډېرو نورو نوښتګرو هڅو هیله وکړه او دا یې هم څرګنده کړه چې د افغان ملت ګوند د افغانانو ګوند دی او هیله لرو چې نور هېوادپاله افغانان هم له( افغان ملت )سره په یوځای کېدو سره ددغه ګوند لیکۍ لاپسې پیاوړې کړي .هغه د خپل ګوند پروروستۍ ګنګرې هم خبرې وکړي او په ترڅ کې د خپل ګوند پر انتخاباتو انتقادي څرګندونې درلودې .ښاغلي واکمن  یو ځای وویل (( اوس زموږ د ګوند له انتخاباتو یو کال تېر شوی  او په ګوند کې کوم پرمختګ نه دی شوی  او ددې کار لوی عامل دا دی چې  موږ نه پوهیږو چې  موږ له حکومت سره یو  او که په مخالف لوري کې یې یو ؟له حکومت سره موږ نه ایتلاف کړی او نه مو مخالفت کړی  ځکه چې زموږ د ګوند ریُس د حکومت وزیر دی .که ګوند په ملي او بین المللي چارو کې موقف و نه نیسي نو خلک پر هغه څنګه باور کولی شي …..)) .زموږ خبریال دا هم لیکي چې وروسته بیا د آزاد بحث او پوښتنو وار ورسېد چې ددغه ګوند یو شمېر غړو اویوشمېرنورو غیر ګوندي مېلمنو خپلې پوښتنې مطرح کړې .ښاغلي واکمن ټولو پوښتنو او نیوکو ته په پوره سړه سینه ځوابونه ورکړل  او په دې ډله کې  یې د غیر ګوندي شاعر او د خپلواکۍ د خپرونې استازي ښاغلي رحمان ګل توتاخېل ددې پوښتنې په ځواب کې چې ستاسو ګوند خپلواکي څنګه تعریفوي؟او آیا ستاسو له نظره دا اوس افغانستان خپلواکه دی او که  نه ؟ داسې وویل : زموږ ګوند هم هماغه منل شوی تعریف مني .د انسان خپلواکي ، د هېوادونو او ولسونو خپل واک او خپله پرېکړه ……دا چې افغانستان نن خپلواکه دی او کنه دا به د هماغه تعریف په چوکاټ کې ګورو …….)). په غونډه کې  د کتابونو یو نندارتون هم د مېلمنو پر مخ پرانیستل شوی و چې له جرمني څخه د دغه ګوند د استازي ښاغلي محمد عارف بیان  په نوښت  ترتیب شوی و .غونډه د هېواد د سوکالۍ او د افغان ولس د نېکمرغۍ او هوساینې پر دوعا پای ته ورسېده   .

 

 

 

Copyright Larawbar 2007-2024