په روشنګرۍ کې د شخصیت پېژندنې په هکله لکچر وړاندې شو.

احمد ولي سرحدي | جون 20th, 2014


پرون په کابل کې ځوانان د روشنګرۍ په چوکاټ کې سره راټول شوي ول او د روانشناسۍ له استاد حاجي محمد بشرپال له خوا د انسان د شخصیت پېژندنې تر سرلیک لاندې د دوه ساعته لکچر ورته وړاندې شو.
استاد حاجی محمد بشرپال وویل: (چې شخصیت د انسان د هغه بېلا- بېلو افکارو، احساساتو او کړنو مجموعې ته ویل کېږي، چې یو انسان له بل څخه بېلوي.)
ښاغلی بشریال وړاندې وایې : انسان چې هر څه په لاس راوړې او هر ډول ژوند چې لري، دا ټوله خپله د ده د ذهن محصول دی، یعني انسان کولای شي، چې د ښو افکارو، تصیمم نیول او نظریاتو په درلودلو سره د ښه ژوند خاوند اوسېږي.
استاد زیاتوي، چې د روانشناسۍ د نوو څېړنو له مخې، په نړۍ کې نهه(۹) ډوله یا ټیپه، شخصیت لرونکي انسان اوسېږي.
۱ – علی طلب، منظم او اعصباني کسان.
۲- مرسته کوونکي، مهربانه او دل خوره.
۳- شهورت غوښتونکي، مدیر او تمثل کوونکي.
۴- هنرمند، غمجن او احساساتي.
۵- عالم، څېړونکي او ګوښه نشینه.
۶- عادل، صادق او شک کوونکي.
۷- بدلون غوښتونکي، بې ثباته او شوخي کوونکي.
۸- قدرت طلبه، واکمن او غوصناکه.
۹- سوله پاله، تنبل او منځګړي

د لکچر په وروستۍ برخه کې، ګډونوالو ته وخت ور کړل شو، چې د موضوع اړوند پوښتني وکړي او د استاد له خوا جوابونه ورته وویل شول.
یاده دي وي، چې د تیرو دوو کالو را هسې په کابل کې د روشنګرۍ او په هلمند او کندهار کې د روښانتیا په نوم دا ډول لکچرونه په اونۍ کې یو ځل د بېلا- بېلو موضوعاتو په هکله د مختلفو استادانو له خوا وړاندې کيږي.
۱۳۹۳/۳/۳۰

Copyright Larawbar 2007-2024