درې بهرني پوځیان ووژل سول
ناټو په خپله تازه اعلامیه کی خبر ورکوی چی نن د جمعې په ورځ د افغانستان په جنوب کی یوې چاودنی درې بهرني پوځیان ووژل . اعلامیه زیاتوی چی په دې برید کی یو تربیه سوی سپی هم له منځه ولاړ ، خو د پیښی دقیق ځای او د نوموړو پوځیانو هویت یې و نه ښود .
لاکن د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدي وایی چی دا حمله د هلمند ولایت د نادعلی ولسوالۍ د نري مانده په سیمه کی پر امریکایی پوځیانو وسوه چی له امله یې ۱۲ بهرني پوځیان او درې زرهپوښونه له منځه تللی دي .
« تور مخی