ولسمشر کرزي د ضیاالحق امرخیل د استعفا پرېکړه وستایله
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا د ریاست له څوکۍ څخه د ضیاالحق امرخیل د استعفا پریکړه یو پرځای او مسوولانه عمل وباله او هغه یې وستایه.
ښاغلي امرخیل په خپل دغه اقدام سره د انتخاباتي عادي بهیر د دوام لپاره لاره پرانیستله.
د افغانستان نجیب او میړني خلک له بېلابېلو ګواښونو سره سره د دې لپاره د رایې ورکولو صندوقونو ته لاړل چې د اساسي قانون له مخې خپل نوی جمهوررئیس وټاکي.
په دې اساس انتخاباتي بهیر باید په ټاکل شوي زماني چوکاټ کې د قانون او وضع شویو اصولو له مخې د انتخاباتي کمیسیونونو لخوا په شفافیت سره پای ته و رسیږي ترڅو د هېواد د نوي جمهوررئیس د لوړې مراسم له مخکې څخه د اعلان شوي پروګرام پر اساس د روان کال د زمري د میاشتې په ۱۱ نېټه ترسره شي.