کور / تازه خبرونه / په پېښور کې د مساپرو پر الوتکې ډزې شوې

په پېښور کې د مساپرو پر الوتکې ډزې شوې

پېښور : دبي بي سي دخبرله مخې پاکستاني پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا ایالت پېښور پر هوايي ډګر د کښېناستو پرمهال پر پي آی اې الوتکې ډزې شوې، چې یو مساپر پکې وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.د پي آی اې دغه الوتنه د سعودي عربستان له ریاض ښار نه پېښور ته وه.په دغه پي کې ۷۵۶ الوتکه کې نژدې ۱۷۸ مساپر وو.پولیس وايي، په ډزو کې یوه ښځینه مساپره وژل شوې او ټپیان د الوتکې عمله دي..د پاکستان ډان ورځپاڼې ویلي، امنیتي ځواکونو د پېښور پاچا خان هوايي ډګر بند کړی او د برید کوونکو په لټه کې دي.د پولیسو یوه افسر دوست محمد خان اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، پر الوتکې پنځه ډزې شوې.ویل کېږي، چې د جیټ الوتکې د چټکې کښېناستنې له کبله ځینې نور مساپر هم ټپیان شوي دي.د پي آی اې یوه چارواکي محمد کفایت الله خان رویټرز خبري اژانس ته ویلي، ویشتل شوې الوتکې ته ننوتی او په څوکۍ کې یې ویشتل شوې مېرمن لیدلې ده.دی وايي: “ټول مساپر هک پک پاتې شول. ځینو ژر تر ژره بهر ته د وتلو هڅه کوله؛ ځکه چې د الوتکې د ننه د اور له بلېدو وېرېدل”.