کندهار:دوه کلنه انجلۍ په وهلو کي وژل سوې

اسدالله زړه سواند | جون 26th, 2014


په کندهار ښار کي يوه دوه کلنه انجلۍ په وهلو کې وژل سوې ده

د کندهار ښار د څلورمي امنيتي حوزې اړوند په حضرت جي بابا سيمه کي يوې کورنۍ د شخصي ستونزو له امله يوه دوه کلنه انجلۍ وژلې ده.

د وژل سوي انجلۍ مور او پلار وايي، چې د لور وژونکي يې اوس هم سرې سترګي ګرځي او پوليس يې ملاتړ کوي.

د دوى په وينا، چې لور يې نجيبه نوم لري او د ګاونډيانو له لوري ځکه په وهلو او ټکولو کې وژل سوې ده، چې ولي يې موږ د دوى د خوښي پرته کور کرايه کړى دى.

دغه کورنۍ، چې اصلي د غزني ولايت څخه د غربت او بېوزلۍ له امله راغلې په درې زره افغانۍ يې دغه کور ځکه په کرايه نيولى، چې بل ځاى يې د کور کرايه کولو توان نه درلود.

د يادې انجلۍ پلار خان ګل، چې کوچنيانو ته د يوې ګولې ډوډۍ د پيداکولو لپاره په رېړۍ کې نوى خرڅوي وايي، چې همسايه ګانو يې وړاندې هم ورته ويلي وه، چې په خپل کلي کې نابلده څوک نه پرېږدي.

د وژل سوي دوې کلني انجلۍ مور شرينه وايي، چې لور يې پرون سهار لس بجې د همسايه ګانو کوچنيانو د لوبو په بهانه بېولې او په وهلو کې يې د وژلو وروسته د چټلو اوبو په يوې وياله کې غورځولې ده.

دې په وينا، چې د لور په بدن يې د غاښونو لګولو او نورو شکنجو ټپونه د ورايه ښکاري.

موږ هڅه وکړه، چې په دې اړه د کندهار د پوليسو نظر هم واخلو، خو هغوئ په دې برخه کې د څېړنو خبره وکړه.

ويل کيږي، چي د يادې انجلۍ د وژلو په تور د همسايه کورنۍ دوه غړي نيول سوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024