کندهار:۳۰۰پولیسو ته نظامي زده کړي ورکول سوې

اسدالله زړه سواند | جون 26th, 2014


په کندهار کې د پوليسو د روزنيز مرکز څخه ٣٠٠ تنه پوليس په بېلا بېلو برخو کې فارغ او خپلو دندو ته ستانه سول.

دغه پوليسو ته د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د فراغت سندونه ورکړل سول.

د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق د پوليسو په فراغت غونډه کې وويل، چې ياد ٣٠٠ کسان د کندهار ترڅنګ د زابل او روزګان ولايتونو څخه راغلي، چې په څلور مياشتو کې يې زده کړې ترلاسه کړي.

هغه زياته کړه، چې په فارغ سويو پوليسو کې ٨٠ تنه يې د عامه نظم پوليس، ٢٩ تنه يې ښځينه پوليسې او پاته يې سرحدي، ملي او سيمه ايز پوليس دي.

قوماندان خوښي وښوده، چې په دې وروستيو کې د نړيوالو د مرستې پرته افغان استادانو دا وړتيا پيدا کړې، چې مسلکي پوليس وروزي.

هغه زياته کړه، چې دغه پوليس به په جنوب ولايتونو کې د امنيت او قانون په تطبيق کې مهم رول ولوبوي.

په همدې مهال د کندهار د پوليسو د روزنيز مرکز مشر پاسوال نصرالله ظريفي وايي، چې د تېر برخلاف يې هغه نيمګړتيا له منځه وړي، چې مخکې يې درلودې.

هغه وويل، چې اوس د پوليسو روزنه په منظمه او ښه ډول ترسره کيږي، چې له امله يې د هغوئ وړتياوي لوړ سي او د خلکو سره يې په چلند کې بدلون راغلى دى.

فارغ سوي پوليس وايي، هيواد ساتني لپاره چمتو دي ، چې د افغانستان په هر ګوټ کې خدمت وکړي.

دوى وايي، چې د زده کړو پر مهال يې د خلکو سره د ښه چلند، د وسلې کارولو، سواد زده کړه او نور تاکتيکي روزنه ترلاسه کړې ده.

د يادوني وړده، چې په کندهار کې د پوليسو د روزنيز مرکز د فعاليت څخه تر دې دمه ٨٠ زره پوليس فارغ او دندو ته لېږل سوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024