کندهار:زورواکي اوس تاریخي ځایونه غضبوي
د کندهار پر نارنج تاريخي ماڼۍ ښکاره غصب او کيندني
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي وايي، چې يوه کس په خپلسري ډول د نارنج ماڼۍ يوه برخه ددې لپاره تخريب او ويجاړه کړې، چې غوښتل يې کور پرې جوړ کړي.
ددغه کيندني پر مهال د نارنج ماڼۍ دوه برجونه او تاريخي لوښي له منځه تللي.
په کندهار کې د تاريخي اثارو او ځايونو غصب او قاچاق اوس تر دې حده رسېدلى، چې زورواکي يې په ښکاره غصب او کيندني کوي.
ويل کيږي، چې نن سهار پنځه بجې د شاولي په نوم يوه کس د نارنج ماڼۍ په شمالي برخه کې په خپلسري ډول په لوډر سره د ماڼۍ څو برجونه نړولي او هلته يې د دريو مترو په اندازه مځکه کيندلې.
ددغې کيندې له امله هلته د کلونو – کلونو تاريخي اثار موندل سوي، چې وروسته ځينې قاچاق او ځينې يې په لوډر مات سوي دي.
دغه کيندنه په داسې مهال کېږي، چې د ښاروالۍ د شپږمي ناحيې مديريت او د پوليسو يوه پوسته يې په څنګ کې موقيعت لري.
خپله د نارنج ماڼۍ غاصب او کيندونکى وايي، چې دا کار په پټه نه کوي او د نارنج ماڼۍ مځکه خپل ملکيت بولي، چې د دولت په اجازه يې کار پرې پيل کړى دى.
د شاولي په نوم دغه کس هغه اسناد هم ښکاره کړل، چې د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې، کادستر، قضايي دولت او ښاروالۍ د مسولينو لاسليک او تائيد ورسره وو.
دده په وينا، شريعي قباله لري، چې ياده مځکه يې د دوه اعشاريه پنځه اويا جريبه په اندازه په ١٣٩٢ کال کې په څلوېښت لکه افغانۍ رانيولې ده.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست مسولين وايي، چې نن سهار د نارنج ماڼۍ ورانه سوې برخه د مقدوني اسکندر د دورې د فيلانو د تمځاى يوه برخه وه.
ددغه رياست د تاريخي ابداتو د ساتنې مدير عزيزاحمد عزيز وايي، چې د کيندنو پر مهال يو شمېر تاريخي اثار قاچاق سوي او دوې کولالۍ تجرۍ، چې باستاني لوښي پکښې وه، له منځه تللي.
هغه په دې برخه کې د اندېښنې په بيانولو وايي، چې د نارنج ماڼۍ پر نورو برخو هم غصب او تالان روان دى.
دده په وينا، چې همداوس هلته په ښکاره لسګونه کورونه جوړ سوي، د مځکې څخه يې د کرنې کار اخيستل کېږي او په زياتو برخو کې يې د برمو وهل جريان لري.
هغه ومنل، چې ديادو تاريخي ځايونو په ساتنه کي پاته راغلي ، ځکه دولت د اطلاعاتو او کلتور رياست پر ځاى د غاصبينو سره لاس يو کړى دى.
ستونزه مو د کندهار ښاروالۍ د مسولينو سره شريکه کړه، خو هغوئ يې په اړه نظر ورنه کړ.
په همدې مهال د کندهار د استناف محکمې رئيس قاضي عبدالغفار صائم د شاولي په نوم د نارنج ماڼۍ د ويجاړونکي هغه ادعا ردوي، چې ګواګي د محکمې شريعي قباله په لاس کې لري.
دده په وينا، چې ياد کس د افغانستان د اساسي قانون څخه سرغړونه کړې او هم تاريخي اثار تخريب او غصب کړى دى.
هغه وايي، چې د اساسي قانون له مخې حتى ولسمشر صلاحيت نه لري، چې تاريخي سيمې وپلوري او غوښتنه کوي، چې قضايې دولت بايد په دې برخه کې څېړنه وکړي.
نارنج ماڼۍ د کندهار د زاړه ښار په څنډه کې ٢٣٣٣ کاله وړاندې د مقدوني اسکندر د امپراطورۍ پر مهال ودانه سوې ده.
دغه ډول ماڼۍ، چې هغه مهال پوځۍ اډه وه، په ټول افغانستان کې يولس اسکندريې وې، چې د نورو يې څرک نه سته، او د نارنج ماڼۍ هم د هغوئ د سرنوشت سره مخ ده.