د پکتيکا والي : د ټاکنو پروسه بايد په جعلي ږغونو زيانمنه نه سي
د پکتيکا والي محب الله صميم د اصلاحاتو او همپالني د ډلې د کانديد عبدالله عبدالله له لوري هغه خپور سوى ږغ جعلي وبلئ، چي ده منسوب سوى دى.
د اصلاحاتو او همپالني ټيم دغه ږغ تېره ورځ په ټاکنيزه پروسه کي د درغليو د اثبات په توګه وړاندي کړ.
د پکتيکا والي محب الله صميم ياده ټيلفوني اړيکه جعلي وبلله او زياته يې کړه، چې د ټولټاکنو ملي پروسه بايد په جعلي ږغونو زيانمنه نه سي.
نوموړي وويل چې له ټاکنو يوه اوونۍ وړاندې يې د ولسمشر حامد کرزي د فرمان پر اساس او د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د رسمي ليک پر بنسټ يې د پکتيکا ټولو ملکي او نظامي منسوبينو ته په ټاکنو کې د بې پرېوالي سپارښتنه کړي وه.
هغه زياته کړه، چې ټول مامورين دې فرمان ته ژمن پاته سول او د هيڅ يوه کانديد په ګټه يې کار نه دى کړى.
دى وايي، چي افغانانو په ډيرو سختو شرايطو کې د سر په بيه د ټولټاکنو په دوو پړاوونو کې برخه واخيسته.
نوموړي له دواړو نوماندانو وغوښتل تر څو د خلکو رايو ته درناوی وکړي او په لومړي ځل د سياسي لېږد دا ملي پروسته زيانمنه نه کړي