له کاره ستړي شتمن د دمه ځایونو پر لور

مختار احمد احسان | جون 30th, 2014


له کاره  ستړي شتمن ،ددمه ځایونو پر لور



هغوی چې دخیټی مړولو غم راخیستي او یا د سرپناه په لټه دي، لیری پرتو سیمو ته
دتګ، سیال  او سیاحت شوق نه لري.
خو د پرمختللو او سوکاله هیوادونو ګڼ
شمیروګړي،ذهني او جسمي ارامتیا لټوي او له کوره  بهر رخصتي تیروي. اوس ددوی د
لنډمهالی  اوړني کوچ موسم دی. د خوند،  مستۍ ساتیرۍ، سیال او ګرځیدو
موسم.
زه په توریزم  خبری کوم چې په ننۍ نړۍ کې پر یوه ستر عایداتي صنعت
اوښتی      دی. توریزم، Tourism سیاحت،جهانګردي او
ګرځندوی  ټول پر بیلابیلو ژبو یو   ډول مفهوم وړاندی کوي.
توریزم
د استراحتي یا سیلاني فعالیتونو او کاري هدفونو لپاره ترسره کیږي. توریستان یا
ګرځندویان هغه وګړي دي چې له خپل استوګنځي څخه دباندی،لږ تر لږه له دریو  شپو
څخه زیات او له یوه کال څخه د کمی مودې لپاره سفر کوي.
ګرځندوی یا توریست طبیعی
یا کلتوری سیمي خوخښوي .طبیعت ته لېوال ګر ځند   وی ، ځنې طبیعي جاذبې
لکه د سمندرونو او سیندونو شګلنی او لمرینې غاړی ،د غرونو واورینی ښویندکې، د
ځنګلونو چوپتیااو د طبیعی پارکونورنګارنګي ځان ته   راکاږی.خو له کلتوري
ارزښتونو خوند اخیستونکې سیلانیان د لرغونو اثارو، موزیمونو،تاریخي څلو، ماڼیو،
مذهبي سپیڅلو ځایونواو نورو،ښاری، تاریخي او هنری ښکلاوو په   لټه کې
وي.
توریزم په اوسنۍ نړۍ کې ډیر زیات غوړېدلې دی او د ډېرو هیوادونو لپاره
ستره     عایداتي او کاري سرچينه ده.
د نړۍ د توریستي
سازمان WTO (World Tourism Organization) د شمیرو او اټکلونو پر بنسټ به د توریزم
صنعت په راتلونکو کلونو کې لا نوره هم وده او     پرمختګ وکړي
.
د همدې شمیرو له مخې په ۲۰۱۲ م کی په نړۍ کې  ۱،۳ ملیارده
توریستانو  سفر کړی، چې د    ۲۰۱۱   کال په پرتله په
سلو کې  ۴ زیاتوالې ښۍ . هغه  مهال یوازی ۹۹۵ملیونه سیلانیان
د      سیال او    سیاحت لپاره له کوره
بهر تللی وو.په ۲۰۱۳ کال کې ور باندی ۵۲ ملیونه  نور هم ور زیات شوي اوپه سلو
کې ۵ زیاتوالې په کې راغلې دی. د ا پرمختګ زیاتره په جنوب ختیځه اسیا  کي په
سلو  کې   ، ۱۰منځنئ او ختیځی اروپا کي په سلو کې ۷ او د مدیترانې
سمندرګي په هیوادونو کې  په    سلو کې  ۶ لید ل
شویدی.
دغه لس هیوادونه په ترتیب سره فرانسه، د امریکی متحده ایلات، چین،
هسپانیه، اټالیه ،ترکیه، جرمنی، انګلستان،روسیه او مالیزیا   په ۲۰۱۱
او  ۲۰۱۲ کلونوکې د نړۍ په سر کې   راغلي     ا
و ګڼ شمیر سیلانیان يی جذب  کړی دی.
لاندی جدول  همدغو  هیوادونو
ته  په پورته یادو شویو کلونو کی ، په ملیون سره د
ورغلو        ګرځندویانو شمیر څرګندوی:




 پورتنی تصویر  د اسپانیی د ساحلی توریستی ښار Benidorm
یوه څنده ښۍ چې د سږکال مۍ    میاشت کې  یی، په نوموړی هیواد
کې تر ټولو زیات ګرځندویان جذب کړی دي.
د شمیرو له مخی ، په همدی میاشت کی
۹۵۰،۰۰۰تنوددی ښار په هوټلونو کی شپې سبا کړی دي.


توریزم د نړۍ  په کچه په ۲۰۱۲ کی  ۱،۰۳ تریلیونه امریکایی ډالره 
یا ۸۳۷ ملیارده یورو       عایدات لرل.
د نړۍ د
توریستی سازمان د شمیرو له مخی، دغو هیوادونو هر یو د امریکی متحده
ایالاتو،         اسپانیی، فرانسی، چین،
اټالیي، جرمنی، انګلستان، هنکانګ ، استراليی، تایلنډ او ترکیی په ۲۰۱۲ کال کی
،  د توریزم له لیاری  تر ټولو زیاته ګټه ترلاسه کړی ده.
لاندی جدول
په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کې د توریزم له لیاری د نوموړو هیوادونو 
عایدات  څرګندوي:



باید هیره نه کړو چې  د توریزله لیاری  ګټه تر لاسه
کوونکی هیوادونه چې زیاتره يی پرمختللی  هیوادونه دی، پخپله هم  د توریزم
او سیاحت په برخه کې زیات لګښتونه لري. چین، جرمنی،د امریکی متحده ایلاتو،
انګلستان، روسیی، فرانسی، کاناډا، جاپان، استرالیی او ایټالیی په  ۲۰۱۱
او    ۲۰ ۱۲ کلونو کې تر ټولو زیات لګښت درلود.  لاندی
جدول  په  نوموړو  کلونو کی په  بیلیون   
امریکایی دالرو سره، د لسو غټو هیوادونو توریستی  لګښتونه   په ډاګه
کوي:




داچې توریزم د ګټو تر څنګ کوم زیانونه لری، د توریزم ډولونه کوم
دی او د توریزم او ګرځندوی حالت په افغانستان کې څرنګه دی؟ دا او دی ته ورته 
نوری پوښتنی به  په یوه بله لیکنه کې      ځواب کړو.
اوس همدومره.


پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن
جون  -۲۰۱۴- واشنګتن

Copyright Larawbar 2007-2024