کور / تازه خبرونه / پوځ وزيرستان کې ځمکني عمليات پيل کړي

پوځ وزيرستان کې ځمکني عمليات پيل کړي

اسلام ابا دبي بي سي د خبرله مخې د پاکستان پوځ وايي له افغانستان سره ګډې پولې ته څیرمه په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې یې ځمکني عملیات پیل کړي دي.چارواکو ویلي په سیمه کې د وسلوالو طالبانو پر ضد روان عملیات اوس یوه نوي پړاو ته داخل شوي دي.ویل کیږي چې د پوځ سرتېرو په میرانشاه کې کور په کور پلټنې پيل کړي او چارواکي وايي تر اوسه يې ۱۵ وسلوال وژلي دي.د پاکستان د پوځ ځمکني عمليات چې نن (دوشنبه، ۳۰، جون) سهار وختي پيل شوي په سیمه کې د توپونو او جنګي الوتکو له دوه اوونۍ بریدونو وروسته ترسره کېږي.دوی وايي له سيمې د ځايي خلکو له وتلو وروسته په ميرانشاه او شاوخوا سيمو کې پوځ خپل ځمکني عمليات پيل کړل.پوځ زياتوي چې په سيمه کې يې ماينونه او په کور دننه د جوړو شويو بمونو فابريکې موندلې دي.دوی ادعا کوي چې په مير علي کې د توندلارو پر سنګرونو د توپونو، ټانکونو او درنو وسلو ډزې روانې دي او په نورو سيمو کې سخت دريځي محاصره کېږي.د پاکستان پوځ له تېرو دوو اوونيو راهيسي په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان هوايي بريدونه کوي.له شمال وزيرستان نه د عملياتو له پيل وړاندې او د عملياتو پر مهال لسګونه زره کورنۍ بېځايه شوي او بنو او شاوخوا سيمو کې استوګن شوي دي.د پاکستان امنيتي سرچينې وايي د جون له ۱۵مې په پيل شويو عملياتوکې له ۳۵۰ زيات توندلاري وژل شوي او ۱۹ يې ځانونه حکومت ته سپارلي دي.دوی وايي د عملياتو پر مهال ۱۷ پوځيان هم وژل شوي دي.د پاکستان پوځ وروسته له هغه پر شمالي وزيرستان د عملياتو کولو پرېکړه وکړه، چې د سولې په تړاو يې له پاکستاني طالبانو سره خبرې بې پايلې راوختې.