په جنوب کي د واکسيناسيون د ځانګړي ودانۍ جوړېده پيل سوه

اسدالله زړه سواند | جون 30th, 2014


په کندهار کي په لومړي ځل د سوېلي زون په سطحه د واکسيناسيون د ځانګړي مرکز د بنسټ ډبره کښېښودل سوه.

د کندهار د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا د يادي ودانۍ د بنسټ ډبري ايښودلو پر مهال وويل، چي د زون په کچه د واکسيناسيون په دې مرکز کي به د پوليو تر څنګ د يو شمېر نورو خطرناکه ناروغيو واکسين هم ورکول کيږي.

هغه زياته کړه، ياده ودانۍ، چې د کندهار ښار د دوهمي ناحيې اړوند د روغتيايي زده کړو د انسټيټيوټ څنګ ته موقعيت لري، د ملګرو ملتونو د ادارې يونسيف له خوا د ٣٢ ميليونه افغانيو په لګښت په درې پوړونو کي د يوه افغان ساختماني شرکت له خوا د شپږو مياشتو په اوږدو کي جوړېږي.

ښاغلي پخلا د ياد مرکز د جوړېدو په اړه د معلوماتو ورکولو په توګه وويل، ياده ودانۍ په درې جريبه مځکه کي د درې پوړونو په درلودلو د يو زېرمتون، د واکسين ساتلو لپاره سړه خونه، ټريننګ هال او ځيني نور د اړتيا وړ ځايونه لري.

دى وايي، چي ددي تر څنګ به يې همدې نوي مرکز ته د واکسين پخوانۍ څانګه چي په ميرويس حوزوي روغتون کي شتون لري، راانتقال سي، تر څو ياد مرکز د حوزې په کچه په ښه ډول فعاليت ولري.

کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د ياد مرکز د بنسټ د ډبري ايښودلو پر مهال خوښي وښوده چي په کندهار کي په لومړي ځل د واکسيناسيون لپاره ځانګړى مرکز جوړيږي، چي له دې سره به د زون په سطحه د خطرناکو ناروغيو درملنه او واکسين کېږي.

ښاغلي ويسا له يونيسف ادارې څخه مننه وکړه چي د ياد مرکز مالي لګښت يې پر غاړه اخيستى دى او له کندهار سره په صحي برخه کي مرسته کوي.

کندهار والي په دې برخه کي د عامي روغتيا رياست هلي- ځلي هم د قدر وبللې او زياته يې کړه چي له دې مرکز سره به په صحي برخه کي لا زياتي اسانتياوي رامنځته سي.

Copyright Larawbar 2007-2024