په هلمند او کندهار کي د جګړې وروستی حال

اسدالله زړه سواند | جون 30th, 2014


دهلمند چارواکي وايې هلته جګړه پای ته رسېدلې ده خو د سیمي خلګ وایې لا اوس هم د جګړې په لمبو کي سوځي

د هلمند په شمالي ولسوالیو کي د تېرو څو ورځو را په دیخوا جګړه روان ده ،چي وسلوالو او افغانو ځواکونو ترڅنګ پکښی ګڼو ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او ډېری يې خپلو کورونو پریښودلو ته اړ سوي دي

بلخوا دکندهار په هغو ولسواليو کي د عملیاتو پر مهال ۳۰ وسلوال طالبان وژل سوي ،کوم چي د هلمند له شمالي ولسواليو سره سرحد لري

د هلمند جگړه چې اته ورځې مخکې پر سنگين ولسوالۍ د طالبانو په بريد سره پيل سوه وروسته بیا د نوزاد، موسى قلعه او کجکي ولسواليو ته وغځيدله.

ددغي جګړې پر مهال په سلګونو افغان سرتېرو،وسلوالو طالبانو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښتل

د هلمند والي محمد نعیم ،چي سنګین ولسوالي ته تللي وو هلته يې له رسنیو سره په خبرو کي ومنل چي د جګړې پر مهال زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښتل خو زیاتوي ،چي اوس مهال جګړه پای ته رسېدلې او زیانمو کسانو ته د مرستي پر رسولو کار کوي

نوموړي وايې ددې لپاره ،چي په سیمه کي بیا وسلوال فعالیتونه پیل نه کړي،هلته يې تازه نفسه ځواکونه لیږلي،او ځای پر ځای کړي دي

دده په خبره ،چي د بوستازو په کلی يې پلټونکي عملیات او د خلګو سره مرستي پیل کړي دي.

سيمه ييز خلک وايي د طالبانو له لوري د هغوى په کورونو او لارو گودرو کې د ماينونو خښېدو له کبله د ماشومانو او ميرمنو په گډون ګن شمېر ولسي وګړو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

همدارنگه دغې جګړې زرګونه کورنۍ اړې کړي چې خپل کور کلی پرېږدي.په خبره يې چي جګړه تر اوسه هم روانه ده

بلخوا دکندهار چارواکي وايې په هغو ولسواليو کي يې عملیات پیل کړي،چي د هلمند د شمالي ولسواليو ته څېرمه دي

د کندهار د امنیه قوماندان ویاند ضيا دراني وايې ددغو عملیاتو پر مهال ۳۰ وسلوال طالبان وژل سوي دي

چارواکي وایي د وسلوالو هڅه دا وه چې د کندهار په غورک، ميوند او خاکرېز کي هم د هلمند د شمالي ولسوالیو په څېر جګړه پیل کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024