د سنګين په جکړه کي د بې پښو سوى سرتېرى ګيله

اسدالله زړه سواند | جولای 1st, 2014


ساتمن توريالى، چي د پکتيا ولايت اصلي اوسېدونکي دى، د هلمند په سنګين ولسوالۍ کي يې جګړې دواړې پښې ترې واخيستې.

هغه، چي د هلمند په يوه روغتون کي تر درملني لاندي دى وايي، چي د پنجابي يرغلګرو سره په جګړې او قرباني وياړ کوي، خو ګېله يې د هلمند له والي وکړل.

دده په وينا، چي والي محمد نعيم تېره ورځ د ولسمشر په امر او فشار د سنګين په جګړه کي د هغه ټپيانو حالت پوښتئ، چي په روغتون کي تر درملني لاندي وه.

هغه وايي، چي والي د ټولو ټپيانو سره مالي مرسته وکړه، خو ماته يې وويل، چي ته سرباز يې دې مرستي ته اړتيا نه لري.

د بې پښو سرتېري په سترګو اوښکي راغلې او ويې ويل : ( زما د قرباني پايله او نتيجه همدغه وه؟)

دغه سرتيري د هلمند امنيه قوماندان ته مخ ور واړه او زياته يې کړه، چي زه د خپل هيواد ساتني لپاره نوره قرباني هم ورکوم، خو په هيواد کي واک داسي کسانو ته سپارل په کار دي، چي احساس ولري او د خپلو سرتېرو مرال قوي کړي.

د هلمند په سنګين، نوزاد، ګرمسير او کجکي ولسواليو کي د تېرو پنځلسو ورځو راهيسي سخته جګړه روانه ده، چي تر دې مهال پکښي تر ٥٠٠ زيات ملکي، امنيتي او وسله وال مخالفين وژل سوي دي.

دا جګړه ورځ تر بلي زور اخلي او مرکزي اداره يې په وړاندې بې تفاوته پاته دي، په داسي حال کي، چي اوس هلته د جګړې له امله زرګونه کورنۍ بې ځايه سوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024