کندهار:د اوبو او بریښنا نشتون لویه ننګونه

اسدالله زړه سواند | جولای 1st, 2014


په کندهار ولایت کي پاکو اوبو ته نه لاس رسۍ او د بریښنا نشتون ددې ولایت اوسیدونکي د لوی ستونزي په توګه یادوي
دغه اوسیدونکي وايې په وار وار يې د ولایتی ادارې سره خپلي ستونزي شریکي کړي،خو تر اوسه يې په عملي برخه کي کوم څه ندي لیدلي
د دوي په خبره ،چي پر وخت يې د اوبو او بریښنا د محصول پیسې ورکړي خو پاکي اوبه نه ورکول کیږي

د کندهار د اوبو رسولو ادارې مشر انجینر عبدالوهاب ترابي وايې چمتو دي ،چي خلګو ته پر وخت اوبه ورسوي،خو زیاتوي،چي ۹۶سلنه خلګ د اوبو محصول دولت ته نه ورکوي،په داسي حال کي چي دغه اداره له همدې لاری د خپلو مامورینو تنخوا ګاني او نور امکانات برابروي

نوموړي ګواښ کوي،چي تر هغه به خلګو ته پاکي اوبه ونه رسوي تر څو چي د اوبو محصول دولت ته ور نه کړي
هغه وايې خلګ دي محصول تحویل کړي او دوی به ورته پاکي اوبه ورسوي

باید وویل سي چي د عامي روغتیا ریاست هم خلګو د پاکو اوبو پر نه رسولو اندیښنه ښکاره کړې ده
د کندهار د عامي روغتیا مسئولین وايې پاکو اوبو ته د خلګو د نه لاس رسي له امله ۵۱ زره کسان په اسهال ناروغي اخته سوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024