کور / تازه خبرونه / د افغان ولس لپاره دسعودي مرستې پيل شوې

د افغان ولس لپاره دسعودي مرستې پيل شوې

پېښور:سعودي د مرستندويه کمېټې د خپرونوله څانګې څخه لرو برته په راليږل شوې خبرپاڼه کې څرگنده شوې چې د افغان ولس لپاره سعودي مرستندويه کمېټې د پېښور او نوښار کيمپونو کې پرافغان مهاجرينو د مرستو د ويشلو لړۍ پيل کړه دغه مرستندويه کمېټه به د مبارکې روژې مياشتې په مناسبت پر لس زره افغان مهاجرينو خوراکي توکي ورکوي ، چې د ويشلو لړۍ نن د چهارشنبې په ورځ چې د جولاى مياشتې د دوهمې نېټې سره سمون خوري د پېښور کبابيانو کيمپ څخه پيل شوه دا به د روژې تر شلمې ورځې پورې به د پېښور او نوښار په شپږو کيمپونو کې پای ته ورسيږي، او لس زره مستحقې کورنۍ به د خوراکي توکو څخه برخمنې شي. دغه مرستې چې هره برخه يې له شپاړس نيمو (16.5) کيلو خوراکي موادو جوړه شوې عبارت ده له: پنځه کيلو وريجې، درې کيلو لوبيا ،دوه کيلو چيني، دوه نيم کيلو غوړي، دوه کيلو کجورې، دوه کيلو د بيسن اوړو څخه، او په ديارلس سوه افغاني مهاجرو اړو کورنيو وويشل شوې. د مرستو د ويشلو پر مهال افغان مهاجرينو د سعودي مرستندويه کمېټې د زړه له تله مننه وکړه او د لا زياتو مرستو هيله يې څرګنده کړه. نوموړې مرستې د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کمېټې د پېښور دفتر مدير ښاغلی عبدالله خان او د پېښور نوښار (DA) ډي ای سيدصديق خان او د هغه مرستيال سيدجلال الدين او د کيمپ آر وي ای (RVA) سجاد پاچا په موجودګۍ کې وويشل شوې. د مرستندويه کمېټې ښاغلي مسئول عبدالله خان د ويشلو پر مهال په خپله وينا کې افغان مهاجرينو ته د لا نورو مرستو ډاډ ورکړ او دا يې د هغه مرستو لړۍ وبلله چې د سعودي مسلمان ولس لخوا خپلو افغاني مهاجرينو وروڼو سره کيږي.