غزل

حاجی پوپل | جولای 31st, 2014


په رښـــتیــا خــبرو ډارېــږي هــر اشنا نن سبا
د دې خلـکو شـونـډې ګنډلی دي کوم چا نن سبا

ســاقــي راشه په مـاتو هنــدارو لږ نظر وکــړه
دلتــه روغ زړونه پاتــې نه دي د هـېچا نن سبا

زمونږ د ښار اپلاتون هم بې ځوابه غوندې دی
ناست یوو بس تیارو کــې په تمه د رڼا نن سبا

یو ځواني دوهم غریبي درېـیم چې مینتوب شي
دغه درې خو عــاشــقانو ته شــي سزا نن سبا

پوپل دا باقي عمر میــخـانه کــې تېر کړه
کـه څــه غــم کــړی د هغې ابدي دنیا نن سبا

Copyright Larawbar 2007-2024