په يوه ترافيکي پيښه کې څلور تنه ووژل شول

حاجی پوپل | جولای 31st, 2014


دپل علم _ ګرديز په لويه لاره کې نن ديوې ترافيکي پيښې له امله څلور تنه ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې دملکي وګړو دسپرلۍ يو فلاينکوچ موټر له خپل تګلوري څخه واوښت او دغره له لمنې سره ولګيد.
ويل کيږي چې ددغې پيښې په ټپيانو کې دوه ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي .
دپکتيا ولايت دروغتون ډاکترانو ددغې پيښې دټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .
دغه موټر له کابل څخه دپکتيکاولايت ته روان وو چې دتيرې په غاښي کې دغه پيښه رامنځته شوه اوعلت يې دموټرچلوونکي بې احيتاطي بلل شوې ده.

Copyright Larawbar 2007-2024