کندهار:د ۱۰۰ فابریکو فعالیت بند دئ

اسدالله زړه سواند | اگست 1st, 2014


په کندهار کي د فابریکو خاوندان وايې که يې د بریښنا غم ونه خوړل سي،نو فعالیتونه به ودروي

د دغه ولایت په صنعتي پارک کي دا مهال ۱۹۰ فابریکې شتون لري،چي یوازي ۹۰ يې فعالیت لري،نوری هغه يې د بریښنا د نشتون له امله بندي سوي دي

بل خوا د کندهار صنتعي پارک مسئولین وايې هڅه يې کړې،چي فابریکو ته بریښنا برابره کړي،خو د هڅو سره سره پاته راغلي دي

دا د کندهار صنعتي پارک دئ،چي په ۱۹۰ فابریکو کي يې ۴۰۰۰ کسان په کار اخته دئ

په دغه پارک کي فابریکه لرونکي وايې د بریښنا،اوبو،سړکونو او نورو عامه خدماتو د نشتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي

د دوي په خبره ،دا مهال ۱۲ ساعته ډېزلي بریښنا لري، چي نه سي،کولای د بازار د تقاضا سره سم تولیدات وکړي

هغوئ وايې که چیري ورته ۲۴ ساعته دايمي بریښنا برابره سي،نو دوي به د فعالو فابریکو شمېر تر ۵۰۰ پوري ورسوي،چي تر ۱۰۰۰۰ زیاتو کسانو ته به د کار کولو زمینه پکښی برابره سي.

د کندهار د صنعتي پارک د اتحادې مشر حاجي باریداد هم مني،چي پانګوال او فابریکه لرونکي په دې ولایت کي له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دئ،خو زیاتوي،چي د دې ستونزو تر ټولو لوی لامل د بریښنا نشتون دئ.

هغه وايې که چیري،بریښنا برابره سي،نو نه یوازي،چي زیاتي فابریکې به فعاله سي،بلکي زیاتو کسانو ته د به د کار کولو زمینه برابره سي.

د ده په خبره،چي د کندهار په صنعتي پارک کي د اوسپني ویلي کولو،پلاستیک جوړولو،پنبې،غوړیو،صابون،اکسیجن،ایسکریم،یخي، او دې ته ورته نورو مهمو توکو فابریکې لري،چي باکیفیت توکي تولیدوی

باید وویل سي، د کندهار اوسیدونکي هم د بریښنا د نشتون څخه سرټکوي،کندهار دا مهال ۱۲۰میګاواټه بریښنا ته اړتیا لري،خو دا مهاله یوازي د ډېزلي جنراتورونو په واسطه ۲۷ میګاواټه بریښنا لري

د هلمند په شمالي ولسواليو کي وروستیو جګړو د کجکي د بند بریښنا ته هم زیان واړاوه،چي اوس د کندهار تر څنګ د هلمند اوسیدونکي هم د بریښنا د نشتون سره لاس او ګرېوان دئ،هغوئ په دې برخه کي د چارواکو جدي پاملرنه غواړي

Copyright Larawbar 2007-2024