روزګان:د ناخوښه واده له امله ناوي ځان وژنه کړې
په روزګان کي یوې پيغلي د ناخوښه واده له ضده نباتي درمل خوړلي
شپاړلس کلنه شافيه د سويلي ولايت روزګان په مرکز ترينکوټ کي د صد مردي سيمي اوسېدونکې وه.
د هغې پلار حاجي نور محمد دوه کاله وړاندي د یوې ناروغۍ له امله مړ سوی وو او د کورنۍ مسوليت يې د مشر ورور محمد الله په غاړه سوی وو.
دغه پېغله د خپل د اکا عبدالراحمن د زوی مينه پيدا کړې وه او غوښتل يې، چي ګډ ژوند سره پيل کړي، خو ورور يې کوم بل چاته په نکاح کړه.
شافعې د اکا د زوی سره د واده کولو خبره ورور ته کړې وه، خو ورور يې ځکه عمل پرې ونه کړ، چي ګواکي د اکا زامن يې د همدې امله د جايداد غوښتلو تکل لري.
دغي پيغلي هغه مهال د ناوي توب په سره جامه کي د ناخوښي واده له ضده د نباتي ناروغيو زهري درمل وخوړل، چي د زوم خپلوان يې بېولو ته راغلي وه.
د روزګان د ښځو چارو مشره رڼا سميع وفا پېښه ومنل او زياته يې کړه، چي په ولايت کي د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي داسي پېښي زياتي دي.
هغه زياته کړه، چي زیاتي دغه پيښي د رسنيو څخه پټي ساتل کيږي او نه هم پرې د ښځو د حقوقو د دفاع ټولني خبريږي.