د نيشاپور شاهين ۱۲
دکلې څخه دوتلو سمدلاسه وروسته اسماعیل خپله بګۍ دسرسوتي ددریاب غاړو ته راوسته ، بیا یی دهغې مخ ښیي لورې ته کړه او ددریاب په غاړه غاړه د جنوب په لور روان شو . داسماعیل تر څنګ حماد هم ناست و . ددریاب غاړې ته په را رسیدو سره اسماعیل چراغ روښانه کړ ، دسخت باران په اساس ځاې ځاې د اوبو ډنډونه ولاړ و . خو په لاره کې د تیږو د شتون له مخې غوایانو ته دګاډۍ په راښکودو کې دومره ستونزه نه وه.
د یوه میل د واټن د وهلو وروسته دجنوب په لور تلونکې دغه تیږلوړه لاره ، په کومه چې ګاډۍ روانه وه ،د سرسوتي ددریاب څخه جدا اوپه ګڼو ځنګلونو کې ورننوته . سفر همغسې په ارام سره روان و. اسماعیل په یوه لاس کې مشال اوپه بل کې یی د ګاډۍ دغوایانو پړې نیولي و. او دوخت دتیرولو په خاطر یی دحماد څخه اخوا دیخوا پوښتنې ګرویزنې کولې . د ګاډۍ دننه ناستو پشپال او رتنا هم یو له بله سره په خبرو اترو کې مصروف و. دیخنۍ څخه د خوندي پاته کیدو په خاطر رتنا هم ځآن په بړستن کې را نغاړلې و. اوپه ډیره ارامه توګه دپشپال تر څنګ ناسته وه .
اسماعیل د غوایانو تګ څه نور هم ګړندې کړ ، اوس نو هغوې دهغه ګڼو ځنګلو څه تیریدل چې په ښیي لورې یی دغره دپاسه زوړ او کار لویدلې مندر پروت و، تر څنګ یی ددې غره په لمن کې دهغې وران ویجاړ شوي کلي کنډرې پرتې وې چې متهلا نومیده او تباه کړل شوې و. دمندر لاندې ددې کنډرو څخه دتیریدو په وخت کې حماد داسماعیل څخه ،په تیارو کې دډوب شوي دغه مصیبت وهلي مندر په لور په اشارې کولو څخه وپوښتل :« ایا هغه همدا مندر دې چې یو مصیبت ګرځیدلې او د هندوانو او نورو کمزور عقیدو دخاوندانو په ذهنونو باندې سپور دې »
دمندر تر څنګ د تیریدو نه وروسته یو ځل بیا دواړه خواو ته ګڼ ځنګل پیل شو . ګاډي هم په ډیره چټکتیا سره مخته روان و . په دې وخت کې حماد په خندا شو او د اسماعیل په لور دکتلوسره سم یی وویل :
« ما خو دا سفر د مرګ او ژوند سفر ګاڼه ، چیرته دې هغه ناولې روح ، چې له مخې یی دغه لاره د طاعون وهلې په څیر ورانه ویجاړه پرته ده .» اسماعیل هیڅ ځواب ورنه کړ بلکه دحماد په لور یی په محبت سره کتل او خاموشه و.
په دغه ګڼ ځنګله کې به هغوې یو میل نور واټن هم وهلې و چې د غوایانو ګاډې پخپله و درید. حماد په پریشانۍ سره وپوښتل :
« اسماعیله ! ولي دې ګاډې و دراوه .» اسماعیل ورته په وارخطایی سره وویل : « ما ګاډی نه دې درولې ، بلکه ګاډې پخپله ودرید.» بیا اسماعیل په خپل غمژن اواز سره وویل :
« حماده وروره ! زما زړه وایی چې څه کیدونکې دي »
حماد خپله توره را ویستلې وه. اوپه بل لاس کې یی خپل اوږود او قوي ډال نیولې و . په همدې وخت کې د ګاډۍ دننه پشپال هم غږ راوکړ .
« حماد ….حماد! څه چل وشو . ګاډې ولې و درید. خو نه حماد اونه اسماعیل د پشپال دخبرې ځوار ورکړ . په دې وخت کې رتنا هم دپردې نه سر را ښکاره کړ او دحماد څخه یی وپوښتل :
« څه چل شوې چې ګاډې و درید»
حماد ورته د تسلي ورکولو په خاطر وویل : « تر اوسه څه معلوم نه دي ،ګاډې پخپله دریدلې دې »
اسماعیل مشال راواخست او مخته ورغې دخپلو غوایانو په ملایی لاس راښکود اوبیا یی دهغوې غوږونه و مخل اوبیا بیرته راغې په خپل ځاې کیناست، او ویی ویل .
« حماده وروره ! دلته نژدې کوم ځناور دې ،»
حماد په خپل توره او ډال باندی خپله ولکه ټینګه کړه او ویی پوښتل : « ته څنګه پوه شوې ! »
اسماعیل په لړزانده اواز وویل : که چیرې په وریځو اوبارانو کې د غوایانو ملاګانې لمدې شوې نه واې نو ما به درته ویلي و چې خبره څه ده . په دې خاطر ما دغوایانو د غوږونو دننه برخه و مخله . دواړه غوایان د ویرې څخه خولې خولې شوي دي . اودوې دکوم څیرونکې حیوان بوې درک کړې اوپخپله دریدلي دي .»
د اسماعیل دخبرو په اوریدو سره د رتنا ښایسته اوحسینه څهره دغریبانو دماښام په څیر توره ګرځیدلې وه . دهغې شونډې لړزیدې ، لږه شیبه مخته یی هغه معطره څهره اوس دکلونو کلونو د ناروغانو بڼه خپله کړې وه . د شپې چغې اوسورې او بیا دځنګل دیوه څیرونکې ځنارو دخبر په اوریدو سره رتنا د لمر د غروب په څیر تیاره کیده . داسې بریښیده چې د ویرې او ترهې له مخې لکه شمعه په یوه ځاې ناسته او ویلې کیده . په دې وخت کې یی همت وکړ او یو ځل بیا یی دحماد څخه وپوښتل :
« اوس تاسو دواړه څه کول غواړئ ؟ » د رتنا په خبرو کې ناهیلي او وحشت و. په دې وخت کې یی دحماد څخه خپله کرکه له یاده ویستلې وه . حماد دهغې د یوې خبرې ځواب هم ورنه کړ . رتنا هم په خپل ځاې پټه خوله کیناسته .
داسمان بریښنا او د وریځو توپاني باران په پوره قوت سره راوریده . دځنګل څخه تیریدونکې دغه ناهمواره لاره دکوم تللې کاروان د کیسې په څیر خاموشه او ورانه پرته وه . په بیابانو کې دباران د ورښت له کبله ویالي چاودیدلې ، دشپې په فرش باندې د نم نه د ډکو هواګانو لمن خپره شوې وه . ځنګل په پوره توګه خاموشه او د سکوت نه ډک و . په همدې وخت کې دځنګل څخه یوه وحشتناکه او ویروونکې چیغه راوخته ، اودځنګل چاپیریال یی نور هم داسرارو نه ډک کړ .
رتنا د یوې بندې مرغۍ په څیر په پوره خاموشۍ سره پرده پورته کړه اودحماد په لور یی کتل . دواړه غوایان داسې بې حرکته ولاړ وو لکه میږه چې دخپلو ویښتو ماشینونکې تر مخه ولاړه وي . اسماعیل سخت ویرې اخستې و،حماد په خپلو شونډو باندې ملکوتي خندا کوله او د اسماعیل لورې ته یی کتل اوبیا یی په خندا کې وویل :
« اسماعیله … اسماعیله ! ونه ویریږې . زه کیوزم اود غوایانو مخته ځم ، ته مشال پورته کړه او زما تر شا غوایان را روان کړه . خو اسماعیله یاد ساته چې : دا زما او ستا عزم نه بلکه زما اوستا د عقیدې ،مذهب اوایمان امتحان هم دې . ځان سنبال کړه . ویریږه مه ، زه درسره یو ځاې یم ، زما په موجودیت کې به هیڅ شې درته زیان ونه شی رسولاې .
دا ځل پشپال هم خپل سر د پردې نه را وویست اوویی ویل: « حماده وروره ! ټولې خبرې مې ستا اوریدلې دي ، په احتیاط سره لاندې کوز شه ، کاشکې چې زه زخمې نه واې او په دې وخت کې له تاسره څنګ کې واې ترڅو ستا په کار راغلې وم .»
کله چې حماد لاندې را کیوت نو اسماعیل ورسره ضد وکړ او ورته یی وویل چې ځانته دې نه پریږدم ، حماد ورته په ګواښنه توګه وویل چې :« لکه څنګه چې زه درته وایم همغسې عمل وکړه اسماعیله . په دې کې زموږ د ټولو خیر دې . کیدې شې چې د ځناورو شمیره دوه وي ، زما مقصد دې چې کیدې شي ښځه او نر دواړه وي . په ګاډي کې ستا ناسته په دې خاطر اړینه ده چې زما په نه موجودیت کې به ته د پشپال او رتنا ساتنه هم وکړاې شې .»
حماد د ګاډي څخه لاندې راښکته شو .ډال یی خپلې مخې ته کړ اوپه ښي لاس کې یی خپله توره په ټینګه توګه ونیوله .
دغوایانو مخې ته د راتلو سره سم لمړۍ هغه دغوایانو په سرو په مینه لاس راښکود، بیا دهغوې مخکې روان شو ، اسماعیل په خپلو لاسو کې مشال پورته کړ . اوغوایانو ته یی دتللو حکم وکړ . غوایان د حماد تر شاشا روان شول . دغوایانو ګاډې به ایله شل قدمه مخکې تللې و چې حماد په خپل ټول قوت سره غږ کړ چې :
« اسماعیله … اسماعیله ! غوایان تم کړه . »
اسماعیل د حماد په اواز سره وارخطا شو .د غوایانو رسۍ یی راښکودې اومشال یی پورته کړ او ترې ویی پوښتل :« حماده ! څه شې دې وکوت »
حماد لاتر اوسه خبره نه وه کړې چې پشپال هم په ویریدلې اواز وویل : « حماده ! څه دې وکتل …»
حماد څو قدمه مخته ورغې ، او ورته یی وویل: « زمرې دې .خو ځانته دې ، تاسو غمژن کیږئ مه .»
درتنا دخولي څخه لړزیدلې اواز راووت . « هاې رام ، مړه شومه .»
پشپال بې چاره خپلې خور رتنا ته تسلي ورکول پیل کړل ، حماد وویل :
« اسماعیله …اسماعیله ! مشال نور هم لږ څه پورته کړه . اوخلورو خواو ته نظر کوه ، زمرې زما ترمخه دې ، کیدې شي چې ښځه یی هم همدلته چیرې پټه وي . او دخپل پتنځاې څخه را ووځي اوپرتاسو حمله وکړي .»
کله چې مشال پورته کړل شو نو اسماعیل ، پشپال او رتنا درې واړو وکتل چې د غوايی ګاډي څخه څو ګزه واټن کې ستر زمرې دیوې ونې د ډډ سره ولاړ دې . اود باران په تیارو کې یی سترګې لکه د برقونو په څیر ځلیږي . په تیز باران او تیزه هوا کې د مشال رڼا هم نه شو کولاې چې د زمري شاوخوا پوره روښانه کړي . په دې وخت کې دحماد اواز هم د ځنګل په خاموشه فضا کې را غبرګ شو .
« اسماعیل ….پشپال …رتنا ! تاسو درې واړه مه ویریږئ ، دا خو ځانته زمرې دې ،په رب مې سوګند چې که ښځه یی هم ورسره واې نو زه به ددواړو تر مخه ولاړ وم. هغه دحملې کولو پریکړه کوي خو تاسو ګورئ چې زه یی څنګه له منځه وړم . »
حماد ورمخته شو دهغه په چال کې ژوندې عزم او حوصله وه . اسماعیل داسې انګیرله چې څه ډول به دغه ټاټ اغوستونکې دغه عرب ددې درې واړو تر مخه (لاینام قلبي عیناني تنام)« زما سترګې ویدې دې خو زړه مې بیداره دې » په څیر دخپلو اعمالو جادو ، ذوق او … دخپلو نیکونو د کیسو او حکایاتو د ژوندې کولو پیلامه کوي .
حماد کرار کرار د زمري لورې ته ورنژدې شو . اسماعیل، پشپال او رتنا ساه نیولي ولاړ وو ، ځکه زمري په خپل ځاې ولاړ او غریده ، آسونه ډیر بد ویریدلي و،اوهڅه یی کوله دتيښتې له پاره د ګاډۍ سره تړلي پړي په زورو وشکوي . خو دواړه غوایان داسې ولاړ و تا به ویل چې سترګي یی پټي کړي دي .»
زمري په همغه ځای کې ولاړ او دحماد په لور ویني او غوریږي ، بیا یی خپل وجود و څنډه او رامنډه یی کړه اوپه حماد یی ورټوپ کړ ، رتنا یوه چیغه ووهله اوپه دواړو لاسو یی خپل مخ پټ کړ ، زمري اوحماد دواړه په زمکه را پریوتل . اسماعیل مشال پورته کړ تر څو هغوې وویني ، خو څه یی تر سترګو نه شول ، زمري داسې غراهټ کاوه لکه کوم شې چي په پوره قوت سره زبیښي ، اسماعیل داسې وپوهیده چې کیدې شي زمری حماد تر ځآن لاندې کړې وي اوهمغه زبيښي ، په دې اساس یی په زور چیغه کړه .
« حماد….حماد! ته چیري یی ؟ »
رتنا هم دخپلو سترګو څخه لاسونه لرې کړل اوهغې لورې ته یی په کتلو پیل وکړ چیرې چې زمري کوم شې زبیښه . په دې توګه د زمری او حماد تر منځ سخته مقابله روانه وه .
اسماعیل یو ځل بیا په ځنګله کې چیغه کړه : « حماده …حماده ! ووایه ، چیرې یی . …. زه دې پریشانه کړې یم ،…که ته خبره و نه کړې نو زه هم لاندې راکیوزم . »
په دې وخت کې دحماد قهرجن اواز واوریدل شو . «هملته د ګاډي دپاسه اوسه ، زه دومره کوچني او کمزورې نه یم چې داما په دومره اسانۍ سره تر ځان لاندې کړي .
اسماعیل، پشپال او رتنا وکتل ، حماد د غوایانو سره نژدې یوې لورې ته ولاړ و، دهغه د سره خود لویدلې و او یوې خواته پروت و . او زمري هغه په خولې کې نیولې و او څنډه یی. حماد یو ځل بیا غږ وکړ .
اسماعیله …! زمري خپله حمله کړې ده اوس به پرې زه حمله کوم .
زمري په حماد باندی ټوپ وهلې و په همغه وخت کې حماد په زمری باندي دخپلې تورې دګذار کولو اراده کړې وه خو په دې ګذار کولو نه و بریالې شوې . اود سر نه یی خولۍ را لویدلې اوپه زمکه پرته وه .
کله چې زمري خپل ځان څنډه حماد خپله توره خوځوله او په هغې یی د حملې له پاره ځآن تیاراوه . زمري چې کله حماد دخپل ځان په لور راتلونکې وکوت نو د خپلې ناکامۍ غصه یی دهغه د اوسپني په خولۍ دسړولو په ځاي یو ځل بیا پرهغې دحملې کولو هڅه وکړه ، هغه په پوره قوت سره په خپله پنجه حماد وواهه، خو حماد د زمري پنجه په خپل ډال باندي و نیوله اوکله چې زمري خپله خوله دهغه دسر په لور ور نژدې کړه، دحماد ښیي لاس په حرکت کې راغې او خپله درنه توره یی د زمري په څټ راخلاصه کړه ، تورې د زمري ملا ووهله او دوه ټوټې یی کړه ، یو ځل بیا په ځنګل کې د زمری چیغې او واویلا پورته شوه اوبیا دا چیغې په مکملې خاموشۍ بدلې شوې . ددې چیغو په واسطه نژدې ونو کې ناست مرغان ټول والوتل او نامعلومه لورې ته ولاړل .
حماد دهغه ځایه لرې شو اودخپل آس په لور راغې ، آسونو دحماد په کتلو سره خپله ویره اوترهه بنده کړه . حماد د زین څخه ناقوس راپرانست ، دا همغه ناقوس و چې د تولک دښار نه بیرون یی دغره په څوکه وواهه او ددې په واسطه یی خپل کوچني ورور حسن ته خبر ورکړ .
حماد خپل ناقوس له ځانه سره راواخست او د مړ زمري د جسد په لور راغې ، خپله چپه پښه یی د زمري په سر کیښوده، ناقوس یی په خوله کې ونیوه او مخ یی ورته اسمان ته کړ. اوپه ډیره غمګینه توګه یی دا ناقوس و غږاوه . کیدې شي چې دا به دهغه د سوبي اوبري اعلان و. بیا حماد خپل ناقوس په بغل کې ونیوه او دواړه لاسونه یی داسمان په لور پورته کړل اوپه ډیر عجز سره یی د الله تعالی په دربار کې دعا پیل کړه .
« اې پروردګاره ! ستا نوم څومره ستر او عظیم دې ، ستا شکر ادا کوم ، تا زه په خپل مقصد کې بریالي کړم. ای زما خدایه ! ته د خپل الهامي تائید له مخې ماته د زمري او وزې دیو کولو توفیق را په برخه کړه »
حماد خپل خود را واخست او دغوایی ګاډي په لور را روان شو، په دې وخت کې په فکرونو کې د ډوب اسماعیل دخیال بوتان ټوټې ټوټې شول او دحماد په لور یی په کتلو سره په ډیرې مهربانۍاو شفقت سره وویل :
« اې زما دملت زویه ! ستا په هیبت او زړه ورتیا افرین وایم . ستا جرئت اوستا شجاعت پریکونکې دلیل دي ، تا دخپل ژوند د خوشحالۍ ډیره ستره څرګندونه وکړه . »
کله چې حماد را نژدې شو نو اسماعیل د ګاډۍ څخه را ټوپ کړ او دحماد نه یی غیږه چاپیر کړه او ورته یی وویل :
« حماده …حماده ! ته ریښتیا هم دخپلو دوستانو له پاره د سهار ستورې او دخپلو دښمنانو له پاره د ظلم ماتولو امسا یی . ته لمړۍ ځوان یی چې ما په خپل ژوند کې په دغسې زړه ورې او بریمندي څرګندونه کې کتلې .»
کله چې حماد په ګاډي کې کیناست نو پشپال ور غږ کړ : « حماده ! دا لاس خو دې لږ زما لورې ته را وغځوه »
حماد خپل ښیې لاس دهغه لورې ته ور وغځاوه نوپشپال یی لاس ښکل کړ او ورته یی وویل : « حماده! ته انسان نه یی بلکه اوتار یی . دیوتا او مهابلي یی . تا پرمونږ د احسانونو بار بار کړې دې . که چیرې ته له مونږ سره نن نه واې نو مونږ دواړه ورور اوخور به هلاک شوي وو.
حماد ترې خپل لاس راټول کړ او ورته یی وویل : « دومره حساس کیږه مه پشپاله . دا زما فرض و چې ادا مې کړل»
اسماعیل د غوایانو رسۍ را کش کړې او هغوې یی په لاره ګړندي روان کړل ، هغه یو ځل بیا په دغه ویروونکې ځنګل او ورانې ویجاړې لارې دغه خطرناکه سفر پیل کړ . د لږ څه مخته تللو وروسته اسماعیل ورته وویل :
« حماد ولې خاموشه یی . لږ څه خو ووایه »
حماد ورته په خندا شو او ورته یی وویل « څه ووایم »
« کومه خبره خو وکړه »
« څه خبره وکړم ؟ »
« څه راته واوروه » اسماعیل ورڅخه په ډیرې درمندۍ سره وغوښتل :
« شپه او د ځنګل اوباران په دې هولناکه تیارو کې دخپل مقدس کتاب څخه راته یوه برخه واوروه ،
ما په خپل ژوند کې د لمړي ځل له پاره د یوه عرب سره لیدنه کړې ، په دې اساس به له تانه د قران کریم اوریدل د لطف او خوند نه ډک وي . تر څنګ یی ددې چاپیریال د ورانو ویجاړو نه به هم لږ څه خلاصون را په برخه شي .»
حماد خپله غاړه خلاصه کړه اوبیا یی اسماعیل ته د النزاعت د سورې دیوې برخې تلاوت پیل کړ .
نور په ديارلسمه برخه کي