کندهار:دوه ځانمرګي او ۳۲وسلوال وژل سوي
د کندهار په دريو ولسواليو کي دوه ځانمرګي او ۳۲ وسله وال وژل سوي
د کندهار په دريو ګاونډيو ولسواليو کي د جلا – جلا عملياتو پر مهال شاوخوا ۳۲ وسله وال او دوه ځانمرګي بریدکوونکي وژل سوي دي.
په جنوب کي د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندانۍ په خپرې سوي خبرپاڼه کي ويلي، چي دغه عمليات د کندهار په دريو لوېديځو ولسواليو ميوند، ژيړۍ او پنجوايي ولسواليو کي ترلاسه سوي دي.
دا هغه ولسوالۍ دي، چي د اختر یوه ورځ وړاندي ورته سلګونه وسله وال راغلل او نهه ورځي يې هلته جګړه وکړه.
د ملي اردو ځواکونه وايي، چي تېره ورځ يې د ژيړي ولسوالۍ په نادي، اخترمحمد، سردارمحمد، بارکزي، سپين مسجد، کلاچه، پاشمول، ډاکټرخېل، پانيزي او عريزالله کمپ سيمو کي، د ميوند په بندتيمور او د پنجوايي په موشان سيمو عمليات وکړل.
ددغه عملياتو پر مهال ۳۲ وسله وال مخالفين وژل سوي، چي شاوخوا ۱۷ يې په ژړيړۍ ولسوالۍ کي دي.
د ملي اردو د ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي، چي په دې عملياتو کي یو وسله وال ژوبل سوي او ګڼې وسلې يې ترلاسه کړي دي.
په وسلو او مهماتو کي پيکا، کلاشينکوفونه، لاسي بمونه، د بېلا – بېلو وسلو مرمۍ، د هاوان له مرميو ډک سراچه موټر او یو موټر بم شامل دي.
امنيتي سرچينې وايي، چي د موټر بم سره دوه ځانمرګي بريدکوونکي هم وژل سوي دي.
یوه موټر بم په ګډون دوه ځانمرګي بريد کوونکي وژل سوي دي.
په همدې مهال د کندهار امنيه قومنداني وايي، چي د ژيړۍ ولسوالۍ په نادي ګار سيمه کي دوه وسله وال وژل سوي دي.