اروزګان ولایت کی يو تن نفوذي پولیس په مټ ۸ تنه پوليس وژلی دي

حاجی پوپل | اگست 6th, 2014


د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې یوافغان پولیس د پولیسو په یوه پوسته کې خپل اوه ملګري په ډزو وژلي او یو یې سخت ټپي کړی اود پوستې وسلي هم له ځان سره وړي دي.
د ارزګان ولایت د پولیسو امنیه قوماندان جنرال مطیع الله خان وایی چې دا پیښه د وسله والو مخالفانود یونفوذي سړې له خوا تېره شپه ددغه ولایت د مرکز د ترینکوټ د مهر اباد په سیمه کې په یوه پوسته کې خپلواتو پولیس ملګرو ته لومړی په خوړو کې بې هوښه کوونکي دارو ورکړي او بیا یې مخالفو وسلوالو په مرسته خپل اوه ملګري په ډزو وژلي او یو یې سخت ټپي کړی دی.
جنرال مطیع الله خان وایې دغه برید کوونکي له ځانه سره د پوستې ټولې وسلې او مهمات هم وړي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024