کندهار نړیوال هوايي ډګر پرمختګونه

اسدالله زړه سواند | اگست 10th, 2014


د كندهار نړېوا ل هوايي ډګر مسولين وايي په لنډ وخت كې به دا هوايي ډګر په نړېوالو نورمونو برابر شي . دا چارواكي زياتوي چې په هوايي ډګر كې د خروجي ترمينل جوړېدل د يوې بهرنې كمپنې لخوا د مسافرينو د حمكني خدماتو په غاړه اخستل او دكارگو د ظرفيت لوړېد ل هغه څه دي چې دا هوايي ډګر به له نړېوالو معيارونو سره برابر كړي .

له ډېرې مودې راپديخوا د كندهار په نړېوا ل هوايي ډګر كې د پرمختګونو خبرې كيږي تر مينل ته د ننوتو د نوې دروازې جوړېد ل دامنيتي ځواكنو لپاره دځانگړو هستوگنځايونو جوړېد ل او په دننه تر مينل كې د نويو اكسرې ماشينونو نصب هغه څه دى چې دا مها ل تر سترگو كيږي . ددې هوايي ډګر ريس احمدالله فيضي وايي په لنډ وخت كې به د كندهار دهوايي ډګر پخواني پنځوس كلن ترمينل تر څنگ يو بل خروجي ترمينل چې په ټولو نويو او عصري نړېوالو وسايلو به سنبا ل وي ديو ميليون امريكايي ډالرو په لګښت جوړ سي .

د كندهار هوايي ډګر ريس وويل چې په لنډ وخت كې به ددې هوايي ډګر د مسافرينو ځمكني خدمات يوې بهرنې كمپنې ته وسپارل شي چې په دې سره به د مسافرينو لپاره ډېرې آسانتياوې رامينځ ته شي .

ښاغلي فيضي د كندهار دهوايي ډګر د كارگو په اړه وويل چې تېر كا ل ددې هوايي ډګر د كارګو سوړ ساتنځاى يواځې د ينځوس ټنه توكو ظرفيت درلود خو دامهال يې ظرفيت دوه سوه وپنځوسو ټنو ته رسېدلى او او تر راتلونكي عيسوي كاله پورې به دا كچه اووه سوه وپنځوسو ټنو ته ورسيږئ .چې دكندهار د باغلرونكو اوسوداگرو لپاره به ډېره آسا نتيا رامينځ ته كړي .

د يادونې وړ ده چې د كندهار په نړېوا ل هوايي ډګر كې د مسافرينو د پلټنې لپاره نوي اكسرې ماشينونه هم نصب شوي چې په دې سره د مسافرينو مخكينې ستونځې چې په دې برخه كې يې درلودې حل شوي .

Copyright Larawbar 2007-2024