د اګست پر١٤په اسلام اباد کې لاریون کيږي

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | اگست 12th, 2014


اسلام اباد: دبي بي سي د خبر له مخې د پاکستان حکومت اسلام اباد کې وروسته له هغه ټینګ امنیتي تدابیر ونیول چې تحریک انصاف او عوامي تحریک ګوندونو لخوا د اګست په ۱۴مه د پراخو لاریونونو اعلان وشو، په دې لړ کې له پنجاب ایالت او د پاکستان تر واک لاندې کشمېر نه نژدې دوه زره پولیس را غوښتل شوی دي.د اسلام اباد یوه چارواکي ویلي، دغه ځواکونه په دولتي ښونځیو کې ځای پر ځای شوي دي، د چارواکي به وینا په دغو کسانو کې له ۳۰۰ نه ډېر کمانډو ځواکونه کسان هم شامل دي. په اسلام اباد کې د نیمه پوځي شمېر کې هم زیاتوالی راغلی خو په داسې حال کې چې د ښار د کنټرول لپاره د پوځیانو په ډېروالي باندې د سېمې اړونده چارواکي بې خبري شي.د پاکستاني سیاسي ګوند عوامي تحریک مشر طاهر القادري په لاهور ښار کې یوې غونډې ته وینا کې د اګست په ۱۴ نېټه د یوه پراخ لاریون کولو اعلان کړی وه.د نوموړي په وینا په ټاکلې نېټه به یو پراخ لاریون ترسره شي، چې په وینا یې باید ټول پکې ګډون وکړي.بل لور ته د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ویلي وه، دی او ملګري به یې هم د اګست په ۱۴ اسلام اباد کې ازادي نومي لاریون کې برخه واخلي او ویلي وه چې د دغه لاریون بهیر کې به د دویم ځلې ټاکنو غوښتنه وکړي.د طاهرالقادري له لوري د لاریون له اعلانه وروسته د پاکستان د اطلاعاتو فدارلي وزیر پرویز رشید ویلي وه، پاکستان تحریک انصاف او پاکستان عوامي تحریک ګوندونه د پاکستان پرمختګ مخه نیول غواړي.

Copyright Larawbar 2007-2024