زابل:د ښځمنو او دولتي ادارو تر منځ دهمږغۍ نوی فصل

اسدالله زړه سواند | اگست 11th, 2014


په زابل کې د مېرمنو او دولتي ادارو تر منځ د همږغۍ د زیاتوالۍ غونډه جوړه سوه

ددې ولایت د ښځو چارو د ریاست رییسې صدیقې جلالي وویل چې دغه پروګرام یې په زابل کې د سیکا موسیسې په مالي مرسته جوړ کړی او موخه یې ددې ولایت ښځو ته د دولتي ادارو د فعالیتونو په اړه د معلوماتو رسول دی

نوموړي وویل چې په نننۍ غونډه کې پر دولتي چارواکو سربیره ۱۸۰ تنه مېرمنې او ۲۰ نارینه رابلل شوي تر څو معلومات تر لاسه او له دولتي ادارو سره خپلې اړیکي پیاوړي کړي

د غونډې په لړ کې ددې ولایت د یوولسو دولتي ریاستونو رییسانو په روان کال کې د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل

دوي د خپلو هغو پروګرامونو په اړه چې پکې مېرمني زیات رول لري ډير جزییات ورکړل او له ګډونوالو یې غوښتنه وکړه چې د کارونو د لاښه والي لپاره خپل وړاندیزونه او غوښتنې له دوي سره شریکي کړي

د یادولو وړ ده چې دا لومړی ځل دی چې په زابل کې د دولتي ادارو د فعالیتونو دا ډول معلوماتي غونډه جوړیږي

Copyright Larawbar 2007-2024