کور / تازه خبرونه / کندهار ولایت مقام: ځانمرګو بريد کوونکو ته د بريد پر مهال پېچکارۍ لګول کېږي

کندهار ولایت مقام: ځانمرګو بريد کوونکو ته د بريد پر مهال پېچکارۍ لګول کېږي

دکندهار ولایت مقام څخه را استول سوې خبرپاڼه
کندهار، افغانستان- څو ورځي وړاندي د رحمت الله په نوم د روزګان ولايت اوسېدونکی چي په پاکستان کي اوسېده او هلته يې د ځينو ترهګريزو ډلو له خوا ترهګريزه روزنه تر لاسه کړې وه، د ملي امنيت د منسوبينو له خوا تر نيولو وروسته په ډاګه کړې چي د ځانمرګي بريد وړاندي ورته يو ډول پېچکارۍ لګول کېدلې.
ياد کس چي غوښتل يې پر کندهار ولايت مقام ځانمرګي بريد تر سره کړي، د څېړنو پر مهال ويلي چي تر پېچکارۍ وروسته يې وېره له ذهنه تله او د لېونتوب غوندي يې بريد ته لېوالتيا زياتېده.
له ښه مرغه د ملي امنيت د منسوبينو له خوا ياد کس تر بريد وړاندي ونيول سو او يو ځل بيا د ګڼ شمېر بې ګناه افغانانوژوند وژغورل سو.
+++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++
ځان مرګي بریدکونو دنړۍ دارواپوهانو توجه ځان ته اړولې ده خو هرکله چي دغه یاد کسان ددولت له خوا نیول سوي دي، ډېر پټ رازونه ئې افشا کړي،پر خپلو کړو ئې پښېماني څرګنده کړې او له دولت څخه ئې بخښنه غوښتې ده. درسنیو دراپورونو سره سم، کله چي دولت ځان مرګی بریدکوونکي ژوندي ونیسي، وسله وال طالبان ئې په اړه پټه خوله پاته سوي دي.