د چارواکو غفلت موسي کلا ولسوالۍ د سقوط سره مخ کړې
د هلمند ولايت د موسي کلا ولسوالۍ ځايي مسولين وايي، چي د ګڼو نورو ستونزو په ګډون د چارواکو نه پاملرني او غفلت د وسله والو فعاليتونو ته زمينه برابره کړې ده.
دا په داسي حال کي ده، چي پر سنګين ولسوالۍ د بريد وروسته سلګونو وسله وال موسي کلا تر سختو بريدونو لاندي راوستلې ده.
د موسي کلا ولسوال محمد شریف په لښکرګاه ښار کي خبريالانو ته ویلي، چي هلته امنيتي ځواکونه خپلمنځي ستونزي لري او د امکاناتو د نشت په ګډون يې تشکيل کم دي.
هغه وايي، که چيري دغه ستونزي له منځه یو نه وړل سي، نو ممکن موسی کلا ولسوالۍ د کنټرول څخه ووزي.
دده په وينا، چي هلته ټول مېشت امنيتي ځواکونه په ځانګړي ډول پولیس په خپلو کي په جګړو بوخت دي، خو مرکزي ادارې يې د حل لپاره چوپ پاته سوي دي.
هغه په موسي کلا کي د وسله والو مخالفينو وروستيو بریدونو او فعاليتونو ته په اشارې وویل، چي د موسي کلا د ناامنه کېدو سره نورو شمالي ولسواليو ته هم ګواښونه جوړېدای سي.
ولسوال بله ستونزه د پولیسو کم تشکيل، د اعاشې، وسلو او ټرانسپورټي وسايلو نشت یاد کړ، چي وسله وال مخالفين يې ډاډ کړي، ترڅو د بيري پرته پر امنيتي پوستو بريد وکړ.
شریف خان وايي، چي دمګړي په موسي کلا کي ۱۹۰ ملي او ۱۵۰ سيمه ايز پولیس دي، چي ځيني وژل سوي او ځينېي نور په رخصتي تللي.
په دې ولسوالۍ کي شاوخوا ۶۰۰ ملي اردو ځواکونه هم سته، خو تر ډېره د جګړې پر مهال مرسته نه کوي.
ددې ستونزي په اړه مو د هلمند د امنيې قوماندان نظر اخیست، خو هغوئ له څه ويلو ډډه وکړه.
د یادوني وړده، چي د سنګين او نوزاد له جګړې وروسته په موسي کلا کي ډله ایژ بريدونه پيل سوي، چي پر مهال يې دواړو خواوو او ملکي وګړو ته درانه تلفات اوښتي دي.