په زابل کي ۵۰ سلنه کوچنيان خوار ځواکي دي

اسدالله زړه سواند | اگست 12th, 2014


د زابل د عامي روغتيا رياست مسولين وايي، چي پوډري شيدې او د بې كيفيته توكو كارول د دې لامل سوي، چي ددغه ولايت نيمايي ماشومان سوي تغذيي او خوار ځواکي سي.

روغتيا پالان ددې ستونزي د مخنيوي لپاره وړانديز کوي، چي خپلو کوچنيانو ته د مور شيدې ورکړل سي.

د زابل د ولايتي روغتون سرطبیب ډاکټر محمد هاشم توخي په دغه ولايت کي د مور له شيدو څخه د ماشومانو د تغذيې د نړيوالي ورځي په لمانځغونډه کي وويل، چي لا اوس هم په کليوالیو سيمو کي زياتي کورنۍ د مور د شيدو په ارزښت نه پوهيږي.

هغه زياته کړه، چي د عامه پوهاوي د نه درلودلو له امله زياتي ميندي خپلو ماشومانو ته پوډري شيدي ورکوي، چي د کوچنيانو د خوراځواکۍ سبب ګرځي.

يو شمير ډاكټران او ديني عالمان وايي چي ميندې بايد دې ټكي ته پاملرنه وكړي او تر دوو كلونو پوري خپلو ماشومانو ته شيدې وركړي، ترڅو هغوى د ناروغيو پر وړاندي غښتلي او قوي وي .
ډاكټران وايي هره كورنې مسوليت لري چي خپلي مېرمني ماشومانو ته د مور شيدو د وركولو په ارزښت وپوهوي، ترڅو په ماشومانو كې د خوارځواكې ستونزه حل سي

Copyright Larawbar 2007-2024