جنوب : په ۲۴ ساعتونو کي ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د جنوب زون په دوو ولايتونو کندهار او زابل ولايتونو کي د جلا – جلا پيښو پر مهال ۲۴ وسله والو، پولیسو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه پښي د کندهار په ژيړۍ، ميوند او ميانشين او د زابل په شاجوۍ ولسواليو کي سوي دي.
په کندهار کي لومړۍ پېښه د ژيړۍ ولسوالۍ په نهر کاریز سيمه کي سوې، چي یو ملکي وګړي پر ماين ختلي او وژل سوی دی.
د کندهار ولايت مقام د رسنيو دفتر وايي، چي د ميوند ولسوالۍ په مندوزو کلي کي يې بيا د جلالي په نوم د مخالفينو مهم قوماندان د خپلو دريو ملګرو سره وژلی دی.
د کندهار امنيه قومندانۍ وايي، چي لږ تر لږه څلور وسله وال بيا د ميانشين ولسوالۍ په زمتو دښته کي وژل سوي دي.
سرچينه وايي، چي وسله والو هلته پر ۱۳ نمبر پوستې بريد کړي، چي پر مهال يې یو وسله وال او محلي پولیس هم ټپيان سوي دی.
د یوه بل خبر له مخي د ډنډ ولسوالۍ په مدد سيمه کي دوه ماينونه ښخوونکي او د شاوليکوټ ولسوالۍ په ګرنده سيمه کي شل د چاويدونکي توکو ډکي ډبې کشف او شنډي سوي دي.
په همدې مهال په جنوب کي د ۲۰۵ اتل قول اردو قومنداني د زابل په شاجوۍ ولسوالۍ کي ۱۳ وسله والو مخالفينو ته د مرګ ژوبلي خبر ورکوي.
د ملي اردو ځواکونو په یوې اعلاميې کي ويلي، چي دغه عمليات يې د شاجوۍ ولسوالۍ په شوبار سيمه کي کړي، چي پر مهال يې پنځه وسله وال وژل سوي او اته نور ټپیان سوي دي.