ولسمشر به ډېر ژر د عمر فاروق جامع پرانیزی
د کندهار د عمر بن خطاب مسجد جامع چي له کلونو کلونو يې د رغوني کار روان دى د افغانستان په کچه تر ټولو لويه جامع ده چي ۹۸ سلنه کار يې اوس بشپړ سوی
یاد جامع جومات،چي د دارالحفاظ، مسجد، د ښځو لپاره جامع، دوکانونو او مارکېټونو ترڅنګ پکښي پارکونه هم په نظر کي نيول سوي دي.
د ۱۸میلیونه امریکایی ډالرو په لګښت جوړیږي
په کندهار کي د حضرت عمر بن خطاب په نوم د لوی جامع جومات کار ،چي دطالبانو د واکمنۍ پر مهال پیل سوی لا هم دوام لري
کندهار والي ډاکتر توریالی ویسا وايې د دې ودانۍ ډېر کارونه بشپړ سوي او ډېر ژر به د ولسمشر حامدکرزي لخوا د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل سي
د هغه په خبره،چي دا د افغانستان او سیمي په کچه لوی جامع جومات دئ،چي د جوړوني چاري يې په ښه کیفیت ترسره سوي دي
د کندهار ښاروال محمد عمر عمر وايې د حضرت عمر بن خطاب د جامع جومات د جوړوني کارونه به په راتلوونکو لسو ورځو کي بشپړ سي.
هغه وايې دغه جامع،چي په ۱۸میلیونه امریکایی ډالره جوړیږي،په یوه وخت پکښی ۲۰۰۰۰شل زره کسان لمونځ اداء کولای سي
په ورته وخت کي د کندهار ښاریانو د ښار په منځ کي د لوی جامع جومات د جوړوني څخه خوښ بریښي او وايې د دوي هغه ناهیلي له منځه تللي،کوم چي فکر يې کاوه دا جامع جومات به په نیمه حالت کي پاته سي
باید وویل سي،چي له تېرو ۱۳کلونو را په دې خوا د حضرت عمر بن خطاب پر جامع جومات کار روان دئ،چي ډېر کله د ځنډ او خنډ سره مخ سوي او د رغوني کارونه يې ټکني وه
خو د تېرو څو میاشتو را هیسي،د جامع د جوړوني کارونه چټک سوي دئ،ولایتي چارواکي وايې د ولسمشرحامدکرزي پام او لیوالتیا دې جامع جومات ته زیاته سوې او غواړي،چي د خپلي واکمنۍ پر مهال يې خپله د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیزي.