د درغليو په نوم وړاندي سويو اسنادو د اشرف غني ټيم وخانداوه
د ولسمشرۍ د مخکښ کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي ډلي پر هغه اسنادو وخندل، چي د سيال ټيم له لوري د درغلیو د اثبات لپاره وړاندي سوي وه.
د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټيم غړو د دوشنبې په ورځ د خبري ناستي پر مهال داسي اسناد وښودل، چي په خبره يې د ناظرینو جعلي لاسليکونه پرې سوي وه.
خو د ډاکټر اشرف غني احمدزي ډلي خپاره سوي اسناد مسخره او د خندا وړ يادوي.
د عبدالله ډلي ويلي، که چيري يادو رايو پاڼو ته رسېده ګي وسي، ممکن يو نيم ميليون رايي باطلي سي، خو په وينا يې اوس له دغه ډول رايو څخه شپږ سوه رايې د اشرف غني په ګټه رسول سوي دي.
ددغي ډلي غړي سيداقا حسین فاضل سانچارکي وايي: ( موږ ددې جواب د ملګرو ملتونو غوښتی دی، ترڅو د رايو د تفتش پر مهال دغه اقدام هم واخلي.)
په همدې مهال کي د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ډلي يو غړی طاهر زهير دغه اسناد نادرست او د خندا وړي یادوی : ( هغه اسناد، چي نن زموږ دوستانو د درغليو په نوم نشر کړي دي، دومره د خندا او مسخرې وړ دي، چي انسان حيرانوي، دوی څنګه په دې کار نه شرميږي، دغې ډلي باطلي رايي پاڼي راوړي او وايي، چي د درغليو اسناد دي.)
دا په داسي حال کي ده، چي د ملګرو ملتونو سازمان ویلي، چي دوې ورځي وړاندي د ډاکټر عبدالله عبدالله ډلي څو د رايي چاپ سوي نخسې ورته راوړي، چي په دوه زره او دوه سوه محلونو پوري اړه لري او دوی يې د ټاکنو د کمېسيون سره يو ځای څېړنه کوي.