کندهار:دعمر فاروق جامع جومات نن پرانیستل کیږي
د کندهار د حضرت عمر فاروق رض جامع جومات به نن پرانیستل سي
تمه وه،چي دا لوی جامع جومات به ولسمشر حامدکرزی پرانیزي،چي په همدې موخه له دو ورځو راهیسي په ښار کي ورته ټینګ امنیتي تدابیر نیول سوي وه
خو وروسته کندهار والي پوهاند ډاکتر توریالی ویسا له خلګو بخښنه وغوښته او وویل،چي د سوي تفاهم له امله د ولسمشر د سفر په ورځ کي غلطي راغلې او د هغه سفر وځنډېدی
د کندهار چارواکي وايې ،چي نن سه شنبه به د حضرت عمر فاروق رض جامع جومات د حج او اوقافو او د ولسمشر د سلاکار وزیرانو،د علماؤ شورا د مشرتابه او غړو لخوا پرانیستل سي
د حضرت عمر فارق د جامع جومات کار د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پیل سوو،چي تر ډېر ځنډ او خنډ وروسته يې کارونه بشپړ سول
پر دغه جامع جومات ټولټال۱۸میلیونه امریکایی ډالره لګښت راغلي،چي د رغوني چاري يې لا تر اوسه هم په مکمل ډول ندي بشپړي سوي.