کور / تازه خبرونه / په هلمند كې د ملي اردولپاره تاسيسات جوړاوگټې اخيستنې ته وسپارل شول

په هلمند كې د ملي اردولپاره تاسيسات جوړاوگټې اخيستنې ته وسپارل شول

په هلمند كې د لسگونومليونوډالروپه ارزښت د ملي اردولپاره تاسيسات جوړاوگټې اخيستنې ته وسپارل شول

ياد شوي تاسيسات د گرمسيرولسوالۍ اړوند د ډويرپه سيمه كې د امريكا د سمندري ځواكونولخوا د تيرودريوكلونوپه اوږدوكې جوړشوي چې د دوشنبې په ورځ د هلمند والي الحاج محمد نعيم اونوروامنيتي مسؤلينولخوا د پټۍ په پريكولوسره پرانيستل شول.

ددې مراسموپرمهال د هلمند والي الحاج محمد نعيم وويل چې ياد شوي تاسيسات په معياري ډول جوړشوي اود سرتيرولپاره ټولې آسانتياوې په پام كې نيول شوې چې په دې سره يې گڼې ستونزې هوارې شوې دي، هغه له امنيتي مسؤلينووغوښتل چې له دې تاسيساتوڅخه سالمه گټه پورته كړي.

په گرمسيركې د لومړۍ لوا قوماندان بريد جنرال محمد علي شجاعي وويل چې ياد شوي تاسيسات په ۱۳۰ بلاكونوكې له نړيوال ستندرد سره سم ډيزاين شوي چې د۸۶ مليونوامريكايي ډالروپه لگښت جوړاودا مهال د لومړۍ لوا په واك كې وركړل شوي اوپه يوه وخت پكې ۴۰۰۰ زره سرتيري له ټولوخدمتونوسره يوځاى ځايولى شي.