کندهار: د ملي پوهنتون په اړه غونډه وسوه

عطاالله محمدي | سپتمبر 7th, 2014


د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د علمي شورا دوهمه غونډه جوړه سوه.

په کندهار کي د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د علمي برنامو د انکشاف، د استادانو د تقرر، د تدريسي چارو پراختيا، د لابراتواري او تحقيقاتي چارو پرمختګ او ځيني نور موضوعات د دغه پوهنتون د علمي شورا د دوهمي غونډي په ترڅ کي وڅېړل سول.

هغه غونډه چې نن د ولايت مقام د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه، پکي د کندهار والي او د همدې پوهنتون رئيس پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ د پوهنتون علمي مرستيال پوهنيار عبدالرشيد حکيمي، د کندهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکټر حضرت مير توتاخېل، د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي استاد پوهنوال ډاکټر عبدالواحد وثيق او يو شمېر نورو کسانو ګډون کړى وو.

د غونډي په پيل کي کندهار والي او د همدې پوهنتون رئيس پوهاند ډاکټر توريالي ويسا پرانيستونکې وينا وکړه او يادي علمي شوراګاني يې اړيني وبللې. هغه وويل، د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د تحقيق،
تدريس او ترويج د موډل پر اساس فعاليت کوي. ښاغلي ويسا د ياد پوهنتون په اړه مرکز ته د خپل سفر په اړه د غونډي برخوالو ته معلومات ورکړ. هغه وويل، په کابل پوهنتون کي د مالدارۍ په څانګه کي د ماسټرۍ په کچه زده کړي پيل سوي وې، خو وروسته پرېکړه وسوه چي لومړى بايد د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون پر پښو ودريږي او په همدې پوهنتون کي د ماسټرۍ د زده کړو لپاره محصلين جذب سي. د task force یا د کاري کمېټې په کنفرانس کي پرېکړه وسوه، چي په کابل کي پيل سوې د مالدارۍ څانګه دي د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ په ملي پوهنتون کي مدغم سي.

ښاغلي ويسا وويل، د استادانو په اړه مفصل بحث سوى دى او د اګرانومې دورې د پاته مضامينو د تدريس لپاره دي د کابل، جلال آباد او هرات له پوهنتونونو څخه د لوړي تحصيلي او رتبې درلودونکي استادان معرفي کړي او زموږ يوويشت تنو د اګرانومې د څانګي د ماسټرۍ د ترلاسه کولو محصلين چې پنځه مضمونه د IARI (د هند د مرکزي زراعتي تحقيقاتي پوهنتون) له لوري تدريس سوي او پاته شپږ مضامين دي د يادو استادانو له لوري ورته تدريس سي.

ښاغلي ويسا همدارنګه وويل، LANSA پروژې ته افغانستان هم داخل سو. دا د برتانيې يوه پروژه ده، مخکي يې يوازي له پاکستان، هند او بنګلدېش سره د زراعت په برخه کي مرسته کوله، اوس د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون په داخلېدو سره افغانستان هم د دې پروژې په چوکاټ کي داخل سو اوLANSA به د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون سره خپلي مرستي له اکټوبر مياشتي څخه پيل کړي.

د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون علمي مرستيال پوهنيار عبدالرشيد حکيمي وويل، د پوهنتون لابراتوار لپاره ځيني مهمه ماشينري رانيول سوې ده او په نژدې وختونو کي به په پوهنتو کي ځاى پر ځاى سي. هغه زياته کړه، هندوستان د دې پوهنتون لپاره اړين کتابونه رالېږلي، تر اوسه په کابل کي دي او ډېر ژر به تر کندهاره راورسيږي. نوموړي داراز وويل، فوډ زون پروګرام غواړي په دې پوهنتون کي يو ګرين هاوس جوړ کړي چي اوږدواى به يې څلورويشت او بر به يې دوولس مټره وي.

Copyright Larawbar 2007-2024